• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ايران بهرنيو چارو وزير د کابل او تهران ترمنځ د ښو اړیکو پر پراختيا ټینګار کړی

د ايران بهرنيو چارو وزير د کابل او تهران ترمنځ د ښو اړیکو پر پراختيا ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/09

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان لپاره د دې هېواد له سفیر عليرضا بېکدلي سره په لیدنه کې له افغانستان سره په نږدې اړیکو لرلو ټینګار کړی.

عراقچي دغه راز ټینګار کړی چې باید هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې نږدې او مشترکه همکاري ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې هغه هوکړې تعقیب شي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه شوې دي.

عراقچي زیاته کړې: « ایران او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونو دي او باید نږدې او نیکې اړیکې ولري. دواړه لوري باید په بېلابېلو برخو کې ګډه همکاري ولري.  هغه هوکړې باید تعقیب شي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه شوې دي.»

په ورته مهال، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، د افغانستان حکومت د خپل متوازن سیاست پربنسټ د ګاوڼدیو او سیمې هېوادونو په شمول، له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.

د متقي په خبره، اسلامي امارت د خپل غوره بهرني سیاست پر مټ بریالی شوی چې بېلا بېلو هېوادونو کې له ۴۰ زیاتې سیاسي استازولۍ ولري.

هغه  زیاته کړې: « د سلامي امارت همدا متوازن سیاست چې د سیمې له هېوادونو سره هم ښې اړیکې غواړو، له ګاونډیانو سره هم ښې اړیکې غواړو، له نړیوالو سره هم ښې اړیکې غواړو، لامل شوی چې د نړۍ په لر او بر کې تر ۴۰ زیات سفارتونه او کونسګرۍ له موږ سره کار کوي او له هېوادونو سره مو راشه درشه ورځ تر بلې ډېرېږي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکو ټینګښت نه یوازې دا چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې د افغانانو پر ګټه دي، بلکې د نورو هېوادونو پر ګټه هم دي.

د دوی په خبره، باثباته او پرمختللی افغانستان د ټولو پر ګټه دی او اوس هېوادونو ته په کار ده چې له  کابل سره تعامل ولري.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول ځان ته نه بلکې له ټولې نړۍ سره د اړیکو ټینګول د افغانستان لپاره هم په سیاسي او هم په اقتتصادي لحاظ ډېر ارزښت لري.»

سره له دې چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو کابل له ګڼ شمېر هېوادونو سره تعامل لري.

 د روسیې، چین او قطر یو شمېر هېوادونه او نړیوال سازمانونه په کابل کې سفیران لري او د افغانستان حکومت هم د سیمې او نړۍ په زیات شمېر هېوادونو کې لسګونه فعال سفارتونه او کونسلګرۍ لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې
افغانستان

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې
افغانستان

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist