• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ دوام؛ تېره اوونۍ شاوخوا ۹ زره تنه را ایستل شوې

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ دوام؛ تېره اوونۍ شاوخوا ۹ زره تنه را ایستل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/08

پاکستان او خيبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د اوسېدو لپاره د قانوني مودې له پای ته رسېدو وروسته، د افغان کډوالو د نیولو او په زور ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند له شمشاد سره مرکه کې وایي، له تېرو ۷ ورځو راهیسې شاوخوا ۹ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه کړای شوې دي.

عبدالمطلب حقاني د کډوالو موضوع دوه اړخېزه بولي او په کډه د یوه مکانېزم تر رامنځته کېدو پورې د افغان کډوالو د نه ځورول کېدو غوښتنه کوي.

حقاني په دې اړه وايي: « که د نن ورځې راستنې شوې کورنۍ هم ورسره حساب کړو، نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ کېږي چې په کې له ۸ تر ۹  زرو کسان شامل دي.»

په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر پر مشرۍ ناسته کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د اسانتیاو پر رامنځته کولو خبرې شوې.

مولوي عبدالکبیر ټينګار کړی چې د راستنېدونکو افغانانو د ثبتولو لپاره دې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اړتیا وړ امکانات برابر شي او د لا زیاتو مرستو د جلبولو لپاره دې له نړیوالو بنسټونو سره هم همغږي زياته شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند په دې اړه وايي: « افغانان چې کله ایران یا پاکستان ته مهاجر شول، یوه یې هم قانوني کارت، پاسپورټ یا ویزه نه درلودل، خو دغو هېوادونو اجازه ورکړه. اوس هم باید له افغانانو سره انساني چلن وشي او موضوع سیاسي نه شي. له نړیوالو هم غوښتنه لرو چې خپل مسوولیت اداء کړي. د مهاجرانو د حقونو نقضول د نړیوالو اصولو او قوانینو نقضول دي او دوی باید اجازه ورنه کړي چې د دوی قوانین نقض شي.»  

له پاکستان را ایستل شوي افغانان شکايت کوي چې د پاکستان حکومت يې د اخراج پرمهال شتمني او ان د کور لوښي ضبط کړي دي.

د کډوالو  او راستنېدونکو چارو وزارت دا کار غير اصولي بولي او ډاډ ورکوي چې ټول وسايل به يې سلامت افغانستان را انتقال شي.

حقاني په دې اړه وايي: « دا موضوع موږ له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده. کله چې تېره ورځ ویډیوګانې نشر شوې، یقینا ً زړه بږنوونکې وې. موضوع له پاکستاني چارواکو سره شریکه شوې او اطمینان یې راکړی چې داسې څه به نه پېښېږي.»

له دې سره، د کډوالو د حقونو مدافعان د کډوالو نړيوال ملاتړي بنسټونه مکلف بولي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو د حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: «  اسلامي امارت هم دنده لري چې د فعالې ډېپلوماسۍ په کارولو سره د خپلو وګړو له حقونو دفاع وکړي او موضوع د نړیوالو بنسټونو له لارې تعقیب کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دفاع وزیر له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پرېکړې ننګه کړې.

خواجه اصف د دې پرېکړې مخالفان د پاکستان دوښمنان بللي او ویلي يې دي چې له افغان کډوالو سره د ټولو شویو ښېګڼو او احساناتو سربېره، دوی تل د پاکستان د ګټو مخالفت کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې
افغانستان

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې
افغانستان

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist