• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان برېښنا شرکت پر خپلو پېرودونکو د صندوقونو ساتنې په موخه اضافه لګښت وضع کړ

د افغانستان برېښنا شرکت پر خپلو پېرودونکو د صندوقونو ساتنې په موخه اضافه لګښت وضع کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/08

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي د برېښنا لګښت اړوند بېلونو کې د مېټرونو صندوق ساتنې لپاره درج شوې اضافي پيسې املايي تېروتنه بولي او وايي، د يادې تېروتنې له امله ناسم برداشت شوی.

دوی زیاتوي، د برېښنا په بېلونو کې د مېټرونو صندوق ساتنې فيس د يوې دورې لپاره نه بلکې د ټول کال لپاره درج کېږي.

د دوی په خبره، د استوګنې کورونو د کلني فيس اندازه سل۱۰۰ او د سوداګريزو مارکېټونو لپاره ۲۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګرۍ ریيس امیر عبدالله جهان وايي: « د وضاحت په توګه باید ووایم چې هلته یوڅه ټایپي تېروتنه شوې او هلته ۲۰۰ یا ۴۰۰ ارقام د یوې دورې لپاره لیکل شوي دي. حقیقت دا دی چې د صندوقونو د ساتنې لپاره د کال ۱۰۰ افغانۍ دي.»           

د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګرۍ ریاست مرستيال میرویس عطايي: « دا پیسې په کلنۍ توګه د استوګنیزو کورونو لپاره ۱۰۰ افغانۍ او ۲۰۰ افغانۍ هم د غیر استوګنیزو پېرودونکو لپاره ټاکل شوې دي.»                

ورته مهال د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي په خپله سیمه کې د برېښنا پرچاوۍ او د مېټرونو ساتنې صندوقونو له خرابوالي شکایتونه کوي او زیاتوي، تر اوسه د دې صندقونو د رغونې لپاره هېڅ ډول کار نه دی شوی.

د خلکو په خبره، د برېښنا بېلونو د لګښت په پرتله ورته د برېښنا شرکت له خوا وړاندې کېدونکي خدمات کافي نه دي.

د کابل اوسېدونکی نورحمان وايي: « د افغانستان خلک چې دا مهال په کومو شرایطو کې دي، تر هرڅه وړاندې یې باید خپله اسلامي امارت وویني، خلک د خوراک لپاره ډوډۍ نه لري، هرڅه ته محتاجه دي. موږ له اسلامي امارت هیله لرو چې له برېښنا شرکت سره خبرې وکړي او هغه تعرفې بېرته لغوه کړي چې د صندوقونو ساتنې په نوم یې وضع کړې دي.»

په ورته وخت ک ېد کابل ښار یوشمېر نور اوسېدونکي بیا وایي، د خلکو ستونزو ته په کتو د برېښنا د لوړو مصارفو د ورکولو وس نه لري او له سرپرست حکومته غواړي چې دې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی مجیب الرحمان وايي: « دا هېڅ انصاف نه دی، له دې وړاندې هم برېښنا شرکت له خلکو ۲۵ افغانۍ د خدماتو په نوم اخلي، اوس یې د صندوق ساتنې لګښتونه هم اضافه کړل؛ خلک یې له کومه کړي؟ موږ دا صندوقه خپله جوړ کړل، دولت نه دي جوړ کړي. له بلې خوا، برېښنا نه شته، خو بېلونه یې ښه ډېر راځي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د برېښنا یوشمېر بېلونه لاس په لاس کېږي چې ښيي د تېر کال په کب میاشت کې دغه مبلغ په ځینو بېلونو کې ۲۰۰ او په ځینو بېلونو کې ۴۰۰ افغانۍ محاسبه شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist