Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایراني چارواکي: د ایران او افغانستان کلنۍ سوداګري له ۳ میلیارد ډالرو اوښتې

ایراني چارواکي: د ایران او افغانستان کلنۍ سوداګري له ۳ میلیارد ډالرو اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/08

دوغارون بندر د ایران مشهد ښار سوېل ختیځ ته په ۲۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ارزښتناکه لار او بندر بلل کېږي.

په هرات کې د ایران سرکونسل علي رضا مرحمتي ایراني رسنیو ته ویلي، له دې لارې د تهران او کابل ترمنځ د سوداګریزې تبادلې کچه څه باندې ۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

مرحمتي زیاته کړې: « دوغارون د افغانستان او ایران ترمنځ تر ټولو مهمه اقتصادي دروازه ده چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې ستر رول لوبوي. د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون د رسمي پولې له لارې د اقتصادي تعامل اندازه په کلني ډول څه باندې ۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي. دا د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ایراني توکو د بازار موندنې او د دغه ګاونډي هېواد هدفي بازارونو ته د رسېدو ښودنه کوي.»

مرحمتي د کابل او تهران ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو کچې لوړېدل، د اقتصادي فعاليتونو د پراختيا او پانګونې د جذب په برخه کې اغېزناک بللي دي.

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین هم مني چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې له ایران سره د څه باندې ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د وچې مېوې او بېلابېلو توکو راکړه ورکړه کړې شوې چې ۵۵ میلیونه ډالره یې صادرات او څه باندې ۳ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه یې واردات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې له افغانستان سره د ایران سوداګري ۳ میلیارده ۳۶۳ میلیونو ډالرو په ارزښت وه. له دې ډلې ۵۵ میلیونه ډالره صادرات او ۳ میلیارده ۳۱۱ میلیونه ډالره هم واردات دي. ایران ته د افغانستان په وارداتي توکو کې معدني ډبرې، کشمش، سرب، غیر الکولي څښاک، د سبزیجاتو تخم، کنځلې او مۍ شامل دي او په وارداتو کې ډیزل، پټرول، د فابریکو خام مواد، مایع ګاز، د موټرو پرزې او ماشین آلات شامل دي.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا د سیمې، په تېره له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پر توازن ټینګار کوي او د دې اړیکو د پیاړتیا لپاره د وطني تولیداتو لپاره د مناسبو قېمتونو او غوره کیفیت سپارښتنې کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه استاد مسعود وايي: « زه فکر کوم که موږ خپله سوداګري د ملي ګټو پر بنسټ ودروو، موږ بایلونکي نه یو؛ که داسې نه شي، د ملي ګټو له خوندي کولو پرته زموږ هره خبره او له ګاونډيو هېوادونو سره زموږ د سوداګرۍ تعریف ونه لرو، موږ بایلودونکي یو. موږ به هغه وخت ګټوونکي شو چې هر کار مو د ملي ګټو پر بنسټ وي.»

له دې سربېره، په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په کابل کې د ایران شارژدافیر عليرضا بېګدلي د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ له وزیر سید محمد اتبیک سره کتلي.

په دې کتنه کې اتبیک له افغانستان سره د همکاریو پر دوام د ټینګار ترڅنګ ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د یوه پلاوي پر مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي او له کابل سره به د همکاریو پر ارزښت خبرې ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist