• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د ختيځو ولايتونو لپاره د مسافرو وړونکو موټرو ترمینل جوړېږي

کابل کې د ختيځو ولايتونو لپاره د مسافرو وړونکو موټرو ترمینل جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/07

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت له خوا د کابل اړوند څرخي پله سیمه کې د ختيځ ولايتونو مسافر وړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو چارې پیل او شاوخوا ۱۸  میاشتو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

 د دغه وزارت چارواکي وايي، دا ترمینل په ۷.۳ جرېبه ځمکه کې د ۱۶۲ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي چې ټولې اړينې اسانتیاوي به ولري.

دوی زیاتوي چې د ياد ترمینل د چارو په بشپړېدو سره به د موټر چلوونکو او مسافرو زیاتې ستونزې حل شي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت مالي او اداري معین صدیق‌الله عابد وايي: « له دې ځای څخه ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو او تورخم ته ټرانسپورټي وسایط فعالیت لري. هره ورځ له ۲زرو څخه زیات کوچني موټر له دې ځایه یادو ولایتونو ته ځي راځي. دا ترمینل به د ټرانسپورټ وزارت له خوا د  ۱۶۲ میلیونو افغانیو په  لګښت د خصوصي شرکت له خوا جوړ شي.»

چارواکي وايي، د ټرانسپورت او هوايي چلن وزارت تېر کال د ۳.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت شاوخوا ۵۸ پروژې بشپړې کړې دي.

د دوی په خبره، ټاکل شوې روان کال په کندهار او ننګرهار کې د ورته ترمینلونو د جوړولو چارې هم پيل شي.

په ورته مهال، د اقتصاد وزارت سرپرست  دین محمد حنیف وايي، تېر کال په ټول هېواد کې د شاوخوا ۳۳۷ پروژو چارې پیل شوې وې چې یو شمېر يې بشپړې او د ځینو يې لاهم کارونه روان دي.

حنيف په دې اړه وايي:« په تېر ۱۴۰۳ کال کې تقریبا ً ۳۳۷ پروژې د اسلامي امارت له لوري منظورې شوې چې ټولې یې د اسلامي امارت له خپلې بودیجې او کورنیو عوایدو تمویل کېږي.»

بله خوا، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د بې کارۍ زياتوالي له امله اندېښنه وښوده او زیاته يې کړه چې لا هم زیات شمېر ځوانان د بېروزګارۍ له امله نورو هېوادونو ته په سختو او قاچاقې لارو روان دي.

حمدالله نعماني د سرپرست حکومت له نورو لوړپوړو چارواکو غوښتنه وکړه چې خلکو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره جدي هڅې وکړي.

هغه زیاتوي: « موږ ټول باید هڅې وکړو او داسې پروژې په لارو واچوو چې زموږ ځوانانو ته په کې د کار زمینه برابره شي. زموږ د ځوانانو تصورات بلکل الوتي دي، ډېری یې په دې فکر کوي چې څنګه کولی شي ایران، پاکستان، دوبۍ او بهرنیو ملکونو ته ولاړ شي. ولې زموږ له ځوانانو سره داسې تصور شته؟ علت یې دا دی چې دلته یې خپل کور وران دی او کار نه لري.»

د ټرانسپورت او هوايي چلن وزارت د مالوماتو له مخې، د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه شاوخوا ۲۲ زره جرېبه ځمکه مسافرو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د ترمينلونو جوړولو لپاره ځانګړې شوې چې د زیاتو هغو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او د ځینو يي کارونه روان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist