• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلالي: افغان کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو چلن د اسراییلو له جنایتونو کم نه دی

جلالي: افغان کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو چلن د اسراییلو له جنایتونو کم نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/07

د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال له افغان کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو پر روان چلن نیوکه کړې.

نور جلال جلالي ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل او له دوی سره هلته کېدونکی ناوړه چلن له فلسطینيانو سره د نوموړي په ټکو د اسراییلو له جنایتونو کم نه ‌دی او په خبره یې پاکستان باید ژر تر ژره دا لړۍ ودروي.

جلالي زیاته کړې:« تاسو ګورئ چې زموږ په ګاونډیو هېوادونو کې زموږ مهاجر ځورول کېږي او هغه د ژوند اسانتیاوې او وسایل ترې ګرځول کېږي چې دوی په خپله او خپلو پیسو ځان ته پېرلي او چمتو کړي وو. زه به ووایم چې دا په غزه کې د صهیونستانو د ظلم یوه نمونه ده. یو چا په خپلو مټو او کار ځان ته کور جوړ کړی، خو ته ورته وايي چې حق نه لرې دا ځان سره یوسي. په یوه جوړه جامو کې په ډېر ظلم او ذلت سره را ایستل کېږي.»

نوموړي همدا راز افغان کډوالو ته ډاډ ورکړی چې اوس ‌مهال په هېواد کې دننه د دوی لپاره د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې دي او دوی دې له دې فرصته ګټه واخلي.

د سیاسي چارو شنونکي هم له افغان کډوالو سره د پاکستان روان چلن غندي او په خبره یې، دغه چلن د کډوالو له نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه ده او باید ژر تر ژره یې ودروي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « لکه څرنګه چې وینو، پر افغان کډوالو د پاکستاني نظاميانو ظلم ډېر شدت اخیستی، له نیولو، وهلو ټکولو او بندي کولو وروسته یې په زور افغانستان ته اړوي. د پاکستاني پوځیانو دغه عمل د کډوالو په اړه له ټولو نړیوالو قوانیو سره ټکر لري او باید د نړیوالو ادارو له خوا وڅېړل شي. پاکستان حق نه لري چې حتا له غیرقانوني افغان کډوالو سره دا ډول فزیکي چلن وکړي، ځکه هغوی د مجبوریتونو له امله هېواد ترک کړی. موږ کولی شو دغه ستونزه د ډېپلوماټیکو اړیکو او خبرو اترو له لارې حل نه کړو، نه د جبر او زرو کارونې له لارې.»

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « د پاکستان دولت تل له افغان مهاجرانو سره ظلم کړی او داسې ظلم یې کړی چې د نړۍ په هېڅ قانون کې نه شته. د دوی ولسي جرګه به سبا پرېکړه کوي چې دا ظلمونه څنګه دي. زه فکر کوم چې ولسي جرګه هم له دوی سره همغږې ده، د دوی ټول نظامیان، چارواکي او ملکي ادارې او ولسي جرګه ټول په یوه خوله دي.»

ټاکل شوې نن دوشنبه په اسلام اباد کې د دې هېواد قومي اسمبلۍ افغان کډوالو ته له دې هېواده د وتلو لپاره د ضرب‌ الاجل پوره کېدو، له دوی سره د روان چلن او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو د اپوزیسیون یو شمېر غړو ته سپیناوی ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان په کوردننه او نړۍ کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی. همدا لامل دی چې د دوی ولسي جرګه، چارواکي او خلک تقریبا ً په دوو برخو وېشل شوي دي. یوه برخه یې په قاطعیت سره وايي چې افغان کډوال باید له پاکستانه ووځي، خو ځینې نور د نړیوالو او سیمه ییزو غبرګونونو له مخې وايي چې نه دوی ته باید وخت ورکړل شي او په یوه ټاکلې موده کې دې ته اړ شي چې له پاکستانه ووځي.»

له افغان کډوالو سره د پاکستان چلن وروسته له هغې سخت شو چې د افغان تابعیت کارت(اې.سي.سي) لرونکو کډوالو ته له دغه هېواده په خپله خوښه د وتلو لپاره د حکومت له ‌خوا ټاکل شوی ضرب‌ الاجل پای ته ورسېد.

د پاکستان حکومت د غو کارت لرونکو افغان کډوالو ته په داوطلبه توګه له پاکستان د وتلو لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نیټه ټاکلې وه او د ملګرو ملتونو له ‌خوا د دې ضرب‌ الاجل د غځولو غوښتنې سربېره، دوی پر خپله پرېکړه ټینګ پاتې شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې
افغانستان

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې
افغانستان

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist