• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بدخشان کې یوې ښځې لسګونه نورو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړې

بدخشان کې یوې ښځې لسګونه نورو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/07

د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د لاسي صنایعو یوه کارخونه د یوې ښځې له خوا جوړه شوې، ترڅو نورې ښځې په کې کار وکړي او عاید ترلاسه کړي.

د دې کارخونې په جوړېدو سره، شاوخوا ۸۰ ښځو او نجونو ته د بېلابېلو لاسي صنایعو په برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د لاسي صنایعو کارخونې مسووله عاصمه غفوري وايي: « دلته ۸۰ تنې د غالۍ اوبدلو، رغزه اوبدلو، خیاطۍ، دست دوزۍ، دو رویه دوزۍ، اوبدلو او قناتۍ په برخو کې کار کوي.»  

د غفوري په خبره، دلته بوختې ښځې او نجونې د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، دست دوزي او نورو برخو کې کار کوي.

دلته په کار او حرفوي زده کړو بوختې نجونې وايي، د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته یې یادو زده کړو ته مخه کړې.

دا نجونې او ښځې د کار له زده کړې د خوښۍ ترڅنګ له سرپرست حکومته غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي او لا ډېرې کاري زمینې ورته برابرې کړي.

د حرفوي زده کړو یوه زده کوونکې زبیده وايي:« زه خوشاله یم چې د کار زمینه برابره شوې او زه دلته کار کوم. غواړم ښځو ته د کار نور فرصتونه هم برابر شي.»

د حرفوي زده کړو یوه بله زده کوونکې مریم وايي: « په داسې حال کې چې ښځو ته د کار فرصتونه نه شته، زه خوشاله یم چې لږترلږه خیاطي کولی شم. دا زموږ لپاره هم مصروفیت دی او هم کولی شو عاید ترلاسه کړو.»

بل پلو یو شمېر نورې نجونې چې دامهال له زده کړو محرومې دي، له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

د بدخشان اوسېدونکې شهره وايي: « دلته زموږ استاده په یوه ځانګړې سبک درس راکوي، خو موږ وسایل نه لرو، البته کولی شو کوچني وسایل خپله برابر کړو، خو لویې خونې او ماشینونو ته اړتیا لرو.»

د حرفوي زده کړو زده کوونکې حسینه وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي. همدارنګه غواړو د کاري فرصتونو او حرفوي زده کړو په تړاو هم له موږ سره مرسته وشي.»

په ورته مهال د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همغږۍ یې روان کال په بېلابېلو برخو کې له شاوخوا ۶۰۰ ښځو ملاتړ کړی.

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو مدیر ثمرالدین رحماني وايي: « ټاکل شوې دلته د اکتید دفتر په همکارۍ یو ټرېننګ سنټر جوړ شي، د دې مرکز تفاهم لیک هم لاسلیک شوی دی. په دې سره به د دې ځای طرحې او ډیزاینونه بهرنیو مارکېټونو ته لاره پیدا کړي. موږ په دې موضوع کار کوو او دا د ښځو لپاره یو ښه زېری دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مسوولینو له مالوماتو سره سم، دا مهال د دې ولایت په مرکز فیض‌ اباد او ګڼو ولسوالیو کې څه باندې زر ښځې په سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي چې په خبره یې دا شمېرې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist