• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له پاکستانه د کډوالو پر زور ایستلو لړۍ دوام؛ افغان کډوالو خپلې شتمنۍ لیلام کړې

له پاکستانه د ملګرو ملتونوغوښتنه؛ د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ ودروئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/06

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د پاکستان په کراچۍ کې امنیتي ځواکونو ته له دې ښاره د ۱۶ زره افغان کډوالو د نيولو او له دې هېواده یط د جبري اخراج امر شوی.

افغان کډوال وايي، له دې امر سره په ښارونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پوليسو چلن لا سخت شوی دی.

د راپورونو له مخې، دغه ۱۶ زره کسان د افغان تابیعت(اې.سي.سي) کارت لرونکي دي چې تر اوسه یې له ډلې شاوخوا ۲۰۰ تنه نیول شوي هم دي.

د افغان کډوالو نیولو امر يوازې کراچۍ کې نه بلکې د پاکستان په پنجاب ايالت کې هم شوی او د افغانانو پر وړاندې اقدامات پيل شوې دي.

د پاکستان حکومت دغه ګام د ملګرو ملتونو له تند غبرګون سره مخ شوی.

 د دې سازمان د کارپوهانو ډلې له پاکستانه غوښتي چې د اسلام ‌اباد او راولپنډۍ په ګډون د دې هېواد له یو شمېر نورو ښارونو هم د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ ودروي.

دوی د پاکستان پر تازه چلن اندېښنه ښودلې او دا يې د کډوالۍ اصولو او د ملګرو ملتونو د دريځونو خلاف عمل ياد کړی.

 د کارپوهانو يادې ډلې ټینګار کړی چې پاکستان باید د افغانانو د کوربه‌ هېواد په توګه خپل پخواني رول ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې ویلي:« په پاکستان کې میلیونونه افغانان د خوندیتوب اندېښنو ته له پام کولو پرته افغانستان ته د بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخ دي. په دې ګواښ کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ښځو او نجونو د حقونو سیسټماټيک نقض، د بشري حقونو د نړیوال قانون او د کډوالو له قانون سرغړونه او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ سره د بېرته ستنولو مشورې نه کول شامل دي. موږ له پاکستانه غوښتنه کوو چې په سم‌ لاسي توګه په پراخه کچه داخلي ځای پر ځای کول، ډارول، نیول، شړل او له ډېورنډ کرښې د افغانانو بېرته اړولو مخه ونیسي.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکی ریچارډ بېنېټ هم ویلي: « په اوسني بحراني وضعیت کې د کډوالو او په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او نورو زیانمنو خلکو ملاتړ او ساتنه یوه بنسټیزه اړتیا ده.»

بله خوا، د پنجاب او سند ايالتونو په شمول په بلوچستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې خيبر پښتونخوا کې هم د پولیسو او نورو امنیتي ادارو له لوري د افغانانو نیول او له دغو سيمو يې د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « د دې امر له مخې په کراچۍ، لاهور، پینډۍ او اسلام اباد کې افغان مهاجر له کورونو ایستل کېږي او نیول کېږي. دا کډوال له نیول کېدو وروسته د حکومت له خوا جوړو شویو کمپونو ته لېږدول کېږي او ورپسې د تورخم له پولې اړول کېږي. له دغو مهاجرو سره دومره زیاتی روانی دی چې کورنه یې خلاصې دروازې ترې پاتې کېږي او نه شي کولی خپله شتمني ټوله کړي.»

د کډوالو د حقونو مدافعان په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې د افغانانو د نیولو لړۍ قانوني نه بولي او د بشري حقونو او په خپله د پاکستان له اساسي قانون يې ښکاره سرغړونه ګڼي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو اقدام نه یوازې کولی شي مهاجرو ته ځاني زیان واړوي بلکې دا له بشري حقونو هم سرغړونه ده او د پاکستان له نړیوالو ژمنو سره هم ټکر لري. په دې شرایطو کې د کډوالو د کوربه توب ادامه او په مهاجرتي پالیسیو کې بدلون راوړل اړین دي؛ ترڅو هم د بشري حقونو او هم د سیمه ییز ثبات ساتنه وشي.»

همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د کډوالو ستونزو په اړه له ايراني چارواکو سره غږېدلی او د ياد هېواد په ګډون یې د افغانانو له کوربه هېوادونو د دوی پر وړاندې د زغم غوښتنه کړې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبداللمطلب حقاني وايي: « ایران او پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغان مهاجرو کوربه پاتې شوي. د کډوالو سرپرست وزیر غوښتنه وکړه چې له افغان کډوالو سره نرم چلن او له زغم کار واخیستل شي. مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت غواړي کوربه هېوادونه افغان کډوالو ته وخت ورکړي ترڅو په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي. د دې لپاره اسلامي امارت د ۴۶ ښارګوټو جوړولو طرحه چمتو کړې چې په ځینو یې عملا ً کار روان دی.»

د جمعې په ورځ د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په زرو زياتي سره د افغان کډوالو د ايستلو پلان ننګولی او خبرداری يې ورکړی چې هېچاته به په خیبرپښتونخوا کې د دې عمل ترسره کولو اجازه ورنه کړي.

ګنډاپور زیاته کړې، له هغو افغانانو سره به همکاري وکړي چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې
افغانستان

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې
افغانستان

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist