• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عباسي: د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت له کابل سره د خبرو صلاحیت نه لري

عباسي: د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت له کابل سره د خبرو صلاحیت نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/06

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وايي، له بهرنیو هېوادونو سره په اړیکو کې د ایالتي چارواکو مداخله کولی شي حساس مسایل د حل پر ځای نور هم پېچلي کړي.

عباسي په دېره اسماعیل خان کې دغه څرګندونې د خيبرپښتونخوا د اعلی وزير علي امين ګنډاپور هغو هڅو ته په غبرګون کې کړې چې غواړي د افغانستان له سرپرست حکومت سره د مذاکراتو لپاره کابل ته جرګه ولېږي.

عباسي ټینګار کړی چې بهرنی سياست باید تل د دولت له کچې ترسره شي او که نه پایلې به یې ناوړه وي.

عباسي زیاته کړې: « دا د فډرالي حکومت موضوع ده، نه د صوبو او ایالتونو. له هېوادونو سره په اړیکو کې د ایالتي چارواکو مداخله کولی شي حساس مسایل د حل پر ځای نور هم پېچلي کړي.»

عباسي همدا راز د پاکستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې دغه هېواد له اقتصادي، سیاسي او امنیتي کړکېچونو سره مخ دی او د حل یوازینۍ لاره یې د ډیموکراټیک نظام دوام دی.

عباسي زیاتوي: « د پاکستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی. دا هېواد له اقتصادي، سیاسي او امنیتي کړکېچونو سره مخ دی او د حل یوازینۍ لاره یې د ډیموکراتیک نظام دوام او سیاسي ثبات دی.»

نوموړی همدا راز ټینګار کړی چې د حکومت په څېر اپوزیسیون هم په تېره یوه کال کې وېشل شوی او تر هغو چې اپوزیسیون متحد نه وي، هېڅ مانا لرونکی سیاسي تحرک نه شي رامنځته کېدای.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان سره د پاکستان بهرنیو اړیکو ته په پام سره وایي، دغه هېواد په خپلو پرېکړو کې خپلواک نه ‌دی او بهرنۍ ډیپلوماسي یې له لاسوهنو خالي نه ‌ده.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « هر هغه حاکمیت چې د خپلو خلکو غږ وا نه وري، ښکاره خبره ده چې ستونزو سره به مخ کېږي. دا چې د پاکستان حکومت اوس له خپلو خلکو سره په تقابل کې دی او خلک یې له اسلامي شریعت سره سمه حکومتداري غواړي، خو له بده مرغه د پاکستان حکومت د امریکا په ملتیا د خپل ولس پر وړاندې خصمانه پروګرامونه لري؛ نو ښکاره خبره ده چې ستونزو سره به مخ کېږي. زه هیله لرم خپلې ستونزې په خپله حل کړي او د نیوکو ګوته یې د افغانستان په خوا نه وي.»

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر په داسې حال کې له نورو هېوادونو سره په اړیکو کې د ایالتي چارواکو د لاسوهنې مخالفت کوي چې کابل ته د علي امین ګنډاپور له لوري د جرګې لېږلو احتمال په پاکستان کې په دولتي کچه په يوه جنجالي ستونزه بدل شوی.

ګنډاپور لاهم پر خپل دريځ ولاړ دی او د خيبرپښتونخوا په شمول په قبايلي سيمو کې د ناامنیو مخنيوی له کابل سره په مذاکراتو کې نغښتی بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist