• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان کې داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې

شنونکي: سعودي عربستان ته د متقي سفر د اړیکو رغولو لپاره مهم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/06

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سعودي عربستان ته په سفر وتلی.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې سفر په تړاو پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، سعودي عربستان ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست سفر د کابل او ریاض ترمنځ د ښو اړیکو د لا پياوړتیا لپاره مهم ګام دی.

د مجاهد په خبره، د سعودي چارواکو له لوري د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت سرپرست ته د ښه پروټوکول ورکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو ښکارندويي کوي.

مجاهد زیاته کړې: « د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سعودي عربستان ته په سفر تللی. دا سفر د دواړو هېوادونو د نيکو اړیکو د لا پياوړتیا لپاره مهم ګام دی. د سعودي عربستان د چارواکو له لوري وزیر صېب ته دروند استقبال او عالي پروټوکول د یاد هېواد د ښه نیت او ښو اړیکو څرګندونه کوي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، له سعودي عربستان سره د اړیکو ټینګښت له سیاسي او اقتصادي پلوه د افغانستان پر ګټه دي او کولی شي د سعودي عربستان له نفوذ پر ګټې اخیستنې له سترو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « په اوسنیو شرایطو کې له سعودي عربستان سره د اړیکو جوړول هم په سیاسي لحاظ او هم په اقتصادي لحاظ یو ډېر نېک اقدام دی. له سعودي عربستان سره د اړیکو جوړول په دې مانا دي چې موږ د اسلامي همکاریو له ټولو غړیو هېوادونو سره اړیکې جوړوو او هم دا چې سعودي د نړۍ له سترو هېوادونو سره په اړیکو کې ښه رول لري او زه هیله لرم دغه اړیکې نورې هم ټینګې شي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې سعودي عربستان په سیمه او نړۍ کې موثر هېواد دی او د امریکا په شمول له نړیوالو سره نږدې اړیکې لري.

د دوی په اند، له دې هېواد سره د اړیکو ټینګښت او پراختیا کولی شي هغو مسایلو ته د حل لاره پیدا کړي چې لاهم د امریکا او افغانستان ترمنځ لاینحله پاتې دي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس ځاځی وايي:« سعودي عربستان له امریکا سره نږدې اړیکې، دوستي، انډوالي، اقتصادي او سیاسي روابط لري. په تېرو ۲۰ کالو جګړه کې د افغانستان مخامخ حریف هم امریکا وه او په دې تړاو په تېرو څو کالو کې پر اسلامي امارت لګول شوي بندیزونه هم له امریکا سرچینه اخلي. نو، سعودي عربستان په دې برخه کې رغنده رول لوبولی شي، ترڅو د افغانستان اسلامي امارت او لوېدیځ ترمنځ مجهولو ټکو ته حل لارې پیدا کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی بیا وايي، سعودي عربستان نه یوازې دا چې په سیمه او نړۍ کې منلی هېواد دی بلکې د اسلامي همکاریو سازمان(او.آی.سي) مهم غړی هم دی او په پرېکړو کې یې ډېر رول لري؛ نو له دې هېواد سره تعامل او نږدېوالی له هر لحاظه د افغانستان او افغانانو پر ګټه دی.

هغه زیاته کړې:« سعودي عربستان په سیمه او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو کې یو پرمختللی هېواد دی او دغه راز په دیني او مذهبي لحاظ مهم رول لري. همدارنګه سعودي عربستان د اسلامي همکاریو سازمان او د خلیج عربي هېوادونو ترمنځ هم پراخ رول لري.»

سره له دې چې د افغانستان حکومت پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د اسلامي نړۍ، سیمې او ګڼ شمېر هېوادونو سره تعامل لري او ډېپلوماټان یې کابل ته تګ راتګ لري.

سعودي عربستان هم په کابل کې فعال سفارت لري او کونسلي خدمتونه وړاندې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist