• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات حوزوي روغتون: اختر کې د ټرافیکو پېښو له امله ۷۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هرات حوزوي روغتون: اختر کې د ټرافیکو پېښو له امله ۷۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/06

په هرات ولایت کې د اختر خوښیو نمانځنې ځينو کورنيو ته ترخې خاطرې پرځای پرېښودې.

د دې ولایت حوزوي روغتون چارواکي وايي، تېره اوونۍ د اختر په شپو او ورځو کې ټرافیکي پېښو بې مخینې زیاتوالی درلود او له امله یې ۶۸۵ کسان ټپیان او شاوخوا ۱۳ کسانو ژوند بایللی.

د هرات حوزوي روغتون د بېړنۍ څانګې آمر بلال ناصر فقیریار وايي: « موږ ته ټولټال ۶۸۵ تنه له ټرافیکې پېښو بېړنۍ خونې ته راوړل شوي چې له بده مرغه ۱۳ تنو په کې ژوند له لاسه ورکړی. باید ووایم چې د ټرافیکي پېښو له امله د فوتي پېښو شمېر له دې ډېر لوړ دی، خو ډېر یې موږ ته نه دي راوړل شوي.»

د هرات اوسېدونکي په ورته مناسبتي ورځو کې د ټرافیکي پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي او له کورنیو غواړي چې د مخنیوي لپاره دې نقليه وسايط د ماشومانو او يا هم د داسې کسانو په لاس نه ورکوي چې د موټر چلول یې زده نه وي.

د هرات اوسېدونکی غلام حضرت وايي: « موږ له ټرافیکي پېښو ډېرې بدې خاطرې لرو او ګڼ ځوانان مو له لاسه ورکړي. له کورنیو غوښتنه لرم چې د خپلو اولادونو مخه ونیسي او د موټرسایکل د ځغلولو اجازه ورنه کړي.»

د هرات یو بل اوسېدونکی ګل احمد وايي: « له کورنیو غوښتنه کوم چې ماشومانو ته موټر او نور وسایط په لاس ورنه کړي، ځکه ځان او نور خلک ژوبلوي.»

د هرات ښار اوسېدونکی جواد وايي: « هغه څوک چې په ډېر سرعت موټر چلوي، یوځل دې راشي او د روغتون حالت دې وګوري. دا کار ډېر ناسم کار دی، هم خپله ځان ژوبلوي او هم نور کسان. باید ډېر احتیاط وکړي او له ډېر سرعت ډډه وکړي، ځکه ښه پایله نه لري.»

د هرات حوزوي روغتون مسوولینو د مالوماتو له مخې، د ټپیانو په ډله کې  ډېری ماشومان او ځوانان شامل دي چې د موټرسایکل چټک ځغلولو، بې ‌احتیاطۍ او د ټرافیکي قوانینو نه رعایتولو له امله یې ځانونه او نور کسان ژوبل کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist