افغانستان ته د زلمي خلیلزاد په ګډون د امریکايي پلاوي له راتګ سره سم د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۰مه او ۲۹مه کابل کې د اسلامي امارت له زندانونو څخه د جورج ګلېزمن او فایې ډي هال په نومونو د دوو امریکايي وګړو تر خوشې کېدو وروسته، په کور دننه او نړیوالو رسنیو کې له واشنګټن سره د کابل د تعامل او حتا د سفارتونو د بېرته پرانیستلو په تړاو د خوشبینیو تر زیاتېدو څو ورځې وروسته، اوس امریکايي چارواکو دغه احتمال رد کړی دی.
تازه واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د امریکا بهرنیو چارو وزارت وياندې ټمي بروس له قوله لیکلي، امریکا په افغانستان کې د سفارت بېرته پرانیستلو لپاره هېڅ راز پلان نه لري.
بروس د امريکا له آدرسه سرپرست حکومت ته د يوې ډلې خطاب کړی او ویلي يې دي چې امریکا هېڅ یوه ډله په افغانستان کې د دولت په توګه پر رسمیت نه پېژني.
واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې بروس له قوله لیکلي:« امریکا هېڅ یوه ډله په افغانستان کې د دولت په توګه پر رسمیت نه پېژني. له همدې امله کابل کې د سفارت د بیا پرانیستلو لپاره هم هېڅ راز پلان نه لري.»
بل پلو واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جېمز هېوټ له قوله لیکلي چې واشنګټن له کابل سره واشنګټن کې د افغان سفارت په تړاو ژمنه نه ده کړې.
جېمز هېوټ هم په غوڅه توګه رد کړې چې ګواکې په کابل کې د امریکا د سفارت بېرته پرانیستلو په تړاو خبرې روانې دي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جېمز هېوټ ورځپاڼې ته ویلي: « موږ په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت په تړاو هېڅ راز ژمنې نه دي کړي او په کابل کې هم د امریکا د سفارت ودانۍ د وضعیت په اړه هېڅ ډول بحث روان نه دی.»
واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو سره سم، د نورو هېوادونو په ګډون امریکا هم په افغانستان کې خپلې سفارتي چارې ودرولې او په تېرو شاوخوا ۴ کلونو کې دې هېواد د یو لړ شرطونو منلو په صورت کې له سرپرست حکومت سره د تعامل او د سفارت د بېرته پرانیستلو خبره وکړه.
د ټولګډونه حکومت جوړول، بشري حقونو ته درناوی، نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښولو ډاډ او له وسله والو ډلو سره د اړیکو پرېکون د دې شرطونو په سر کې دي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « امریکايي چارواکو او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال چې کابل ته پلاوی راغی او دلته یې د بندیانو په اړه بحث وکړ او خپل بندیان یې خوشې کړل، په رسمي توګه یې له کومې رسنۍ سره د سفارت د سپارلو یا سفارت پرانیستلو په تړاو بحث نه دی کړی، بلکې یوازې د امارت له خوا وړاندیز ورته وشو، که داسې کار وشي او دا خبره له همدې ځایه مطبوعاتو ته راووتله.»
که څه هم د امریکا د فډرالي څېړنو ادارې له لوري د سرپرست حکومت پر کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني اېښودل شوې جایزې لغو کېدو، له افغانستان سره د امریکا د تعامل احتمال زیات کړ؛ خو د امریکا نوي دریځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل شونتیا بېرته پیکه کړه.
اوس پوښتنه دا ده چې د واشنګټن او کابل ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو رغېدو لپاره څه ته اړتیا ده؟
د پوهنتون استاد فیضمحمد ځلاند وايي: « په لویه کچه په ډېپلوماټیک لحاظ افغانستان ته د امریکا یا اروپا راتګ په ځینو مسایلو پورې تړلي دي. ترټولو مهم یې د دوحې د تړون عملي کول دي چې په کې د بین الافغاني خبرو له لارې د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کېدل، د یوې قانونمندې ادارې جوړېدل، د اوسني سرپرست حکومت څخه وتل او په لویه کې د افغان دولت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو لیدل، په دې مانا چې مسلکي او د لوړو زده کړو لرونکي افغانان او په هر قشر پورې تړلي افغانان، ځانونه په افغان حکومت کې وویني او سرپرسته اداره په یوې دایمې او قانوني ادارې بدله شي. ماته ښکاري د سفارتونو پرانیستل او د نړیوالو ادارو تعامل ستونزه به ورسره حل شي.»
سرپرست حکومت زموږ له اړیکو سربېره د امریکايي چارواکو تازه څرګندونو ته غبرګون ونه ښود، خو د ۲۰۲۱زېږدیز کال په اګست کې واک ته د اسلامي امارت له بیاځل رسېدو وروسته، له نړیوالې ټولنې او په تېره بیا له امریکا سره تعامل او رسمیت پېژندنه لویه غوښتنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت له یوشمېر هېوادونو سره د اړیکو له ټینګښت پرته لاهم دهېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ هغه څه چې اوسنی حکومت یې سخت په لټه کې دی.