• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې او د مرکزي آسیا هېوادونو یوځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدوغوښتنه کړې

اروپايي ټولنې او د مرکزي آسیا هېوادونو یوځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدوغوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/06

د اروپايي ټولنې غړيو هېوادونو استازي او د منځنۍ آسيا هېوادونو مشران د ازبېکستان په ثمرقند کې د خپلمنځي مسايلو ترڅنګ د افغانستان پر اړوند مسايلو هم غږېدلي.

د دې سرمشريزې په اعلاميه کې يادو هېوادونو په افغانستان کې پر روان بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او غوښتنه يې کړې چې په افغانستان کې دې داسې ټولګډونه حکومت رامنځته شي چې د لږکيو په شمول د ټولو خلکو بشري حقونه تامين کړي.

د اعلاميې له مخې، له ټولو اقشارو تشکيل شوی حکومت د اعلاميې په ټکو په افغانستان کې د ټولو ناخوالو د حل يوازېنۍ لار ده.

د اروپايي ټولنې او منځنۍآسيا هېوادونو  د ګډې اعلاميې یوه برخه:« موږ پر تېرو ژمنو ټینګار وکړ چې افغانستان یو امن، باثباته او د ټول شموله حکومت درلودونکی واوسي، ترڅو بشري حقونه په کې خوندي او ټولو وګړو ته يې په بشړ احترام قایل وي.»

دوی همداراز د ښځو او نجونو لپاره د زده ‌کړو او په عامه ژوند کې يې ګډون ته د برابر لاسرسي غوښتنه هم کړې او یو ځل بیا يې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار کولو اجازې پر ورکړې سربېره د ټولو وګړو د آزادۍ پر خونديتوب هم ټينګار کړی.

د گډې اعلامیې یوه برخه:« موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو. موږ په افغانستان کې له نړیوالو معیارونو سره سم زده کړو ته د بشپړ او مساوی لاسرسی او په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو د ګډون غوښتنه کوو.»

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي د هېوادونو ورته غوښتنې پر ځای بولي او وايي، که سرپرست حکومت د ولس او نړیوالو مشروع غوښتنې ومني، پر رسمیت به هم وپېژندل شي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « کوم وړاندیز چې د ښې حکومتوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې له خوا طالبانو ته شوی، که چېرې واقعا ً طالبان دا وړاندیز ومني، دا د افغانانو په خیر دی، د طالبانو د حکومت په خیر دی او د نړۍ د هغو هېوادونو په خیر هم دی چې غواړي د افغانستان له ولس سره همکاري وکړي او دا هېواد له سیاسي انزوا ووځي.»

ځينې نور بیا د ټوله شموله حکومت موضوع د افغانستان کورنۍ مساله بولي او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې په دولتې ادارو کې دې مسلکې کسانو ته ځای ورکړي، ترڅو د ولس باور تر لاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « د نړیوالو دا غوښتنه چې افغان حکومت باید ټولشموله شي، ماته ښکاري دا تر ډېره د افغانستان په خپلو کورنیو مسایلو پورې اړه لري. اسلامي امارت باید د سرپرست حکومت د دایمي کولو لپاره حتمي ده چې باید یوه ملي اجماع راوغواړي او یوه قانونمنده اداره رامنځته کړي. د دې کار یوه ګټه به دا وي چې د ولس باور او ملي مشروعیت به ډېر شي، ولس به ځان په حکومت کې وګوري او حکومت به تر ډېره د مسلکي کسانو لاس ته ورشي.»

د سرپرست حکومت چارواکو د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسيا هېوادونو د تازه غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې د ټولشموله حکومت رامنځته کول، د نجونو زده کړې او ښځو ته د کار اجازې ورکړه کورنۍ مساله بللې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist