• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له پاکستانه د کډوالو پر زور ایستلو لړۍ دوام؛ افغان کډوالو خپلې شتمنۍ لیلام کړې

له پاکستانه د کډوالو پر زور ایستلو لړۍ دوام؛ افغان کډوالو خپلې شتمنۍ لیلام کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/05

د پاکستان پولیس په پنجاب، خیبرپښتونخوا، لاهور، کراچۍ او نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې او افغانانو سره یې بد چلن ته مخه کړې.

په ټولنيزو رسنيو کې له خپرو شويو ويډيو ګانو څرګنديږي چې پاکستاني پولیس په ښارونو کې افغانان په زور او جبرسره موټرو ته اچوي.

دې ويډيوګانوږ د ټولنیزو رسنيو د فعالانو توند غبرګون راپارولی او د پاکستاني پولیسو دغه غير انساني چلن يې غندلی دی.

په پاکستان کې پر افغان کډوالو له فشارونو سره سم، هلته مېشت کډوال او کاروباریان اړ شوې چې خپلې شتمنۍ په ټیته بیه لیلام کړي.

افغان کډوال وایي، بازار سوړ او توکي څوک نه ترې اخلي او اړ دي چې په ډېره کمه بیه یې وپلوري.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « په پنجاب آیالت کې افغان مهاجرین ځای پرځای نیول کېږي، د حاجي کمپ په نوم یوه مرکز ته لېږدول کېږي او له دې مرکز بیا افغانستان ته اړول کېږي. دا چې افغان مهاجرین دلته کاروبارونه لري او مجبور دي چې د خپل کاروبار لپاره ووځي. دوی دلته په لویه کچه کاروبار او دوکانونه لري، پیسې یې له خلکو سره بندې دي؛ نو له همدې امله دومره ژر او لږ وخت کې د افغان کډوالو وتل ناممکنه خبره ده.»

يو شمېر افغان پانګوال هم د کلونو راهیسې په خبیر پښتونخوا او نورو سيمو کې ميشت شوي او اوس په لنډه موده کې نه شي کولی چې پراخ شوی کاروبار یې راټول کړي.

 دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ دې ودروي.

پاکستان کې مېشت افغان پانګوال عمران وايي: « د پاکستان له حکومت زموږ غوښتنه د ا ده چې لږترلږه دومره وخت ورکړي چې دوی خپل کاروبار راټول کړي او افغانستان کې د اوسېدو لپاره ځای جوړ کړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا په دې باور دي چې پاکستان افغان کډوال د خپلو سیاسي موخو د تعقیب لپاره ځوروي.

 دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د افغان کډوالو روان وضعیت کابو کولو لپاره دې له ډېپلوماټيکو لارو اسلام اباد سره خبرې وکړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « زه هیله لرم نړیوال سازمانونه او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره او د کډوالو په چارو کې ستره کمېشنري چوپ پاتې نه شي او پر پاکستان فشار راوړي چې پر افغان کډوالو له ظلم او زیاتي لاس واخلي. دغه راز شته ستونزې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ له ډېپلوماټیکو لارو حل کړي.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د وروستۍ نیټې له پای ته رسېدو وروسته، د دې هېواد چارواکو په خیبرپښتونخوا کې د لنډمهاله کمپونو په جوړولو سره د ایستلو بهیر پیل کړ.

که څه هم سرپرست حکومت او نړيوالو سازمانونو په کراتو له اسلام اباد د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ د درېدوغوښتنه کړې، خو له دې سره هم پاکستان د افغان کډوالو لپاره ټاکلی ضرب الاجل اوږد نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist