• English
  • پښتو
  • دری
۱۴۰۴/۳/۲۸
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رستم خېل: ماینونه او ناچاودلي توکي هره میاشت ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړوي

رستم خېل: ماینونه او ناچاودلي توکي هره میاشت ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/05

د اپرېل ۴ مه؛ د ماینونو د ګواښونو په اړه د پوهاوي له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

 نړۍ دغه ورځ داسې مهال نمانځي چې د ماین ‌پاکۍ مشورتي ډلې(اېم.اې.جي) د راپورونو له مخې، لاهم هره ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۱۵ تنه د ماینونو او نا چاوده توکو د چاودنو له امله وژل کیږي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت(یوناما) وايي، له جګړو پاتې شویو ناچاودو ماینونو او چاودېدونکو توکو افغانستان ته ډېر زیان اړولی دی.

یوناما پر اېکس پاڼه د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي: « افغانستان له جګړو د پاتې شویو ناچاودو ماینونو او چاودېدونکو توکو خورا زیانمن هېواد دی.»

د یوناما په خبره، ماشومانو تر نورو زیات د ماینونو او ناوچاده توکو قربانیان دي.

یوناما زیاته شوې: « افغان ماشومان د ماینونو او ناچاودو توکو تر ټولو زیات قربانیان دي.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت له پېښو سره د مبارزې چمتوالي اداره وایي، هره میاشت په افغانستان د ناچاوده توکو او ماینونو چادونې له امله شاوخوا ۶۰ تنه قرباني ورکوي.

د ماین پاکولو، همغږۍ او انسجام ادارې ريیس نورالدین رستم خېل وايي: « واقعا ً افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د نړۍ پر کچه په زیاتو ماینونو او ناچاوده توکو ملوث دی. اوس هم هره میاشت د افغانستان خلک له ۵۰ څخه تر ۶۰ تنو پورې د ماینونو او ناچاوده توکو په حادثاتو کې قرباني ورکوي چې اکثریت یې ماشومان دي.»

له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې چارواکي د ماین پاکولو پروګرام لپاره د بودیجې له کمښت خبر ورکوي او پر نړیوالو غږ کوي چې له دې پروګرام سره مالي مرسته وکړي.

نورالدین رستم خېل په دې اړه وايي: « د ماین پاکولو پروګرام دامهال د بودیجې له جدي کمښت سره مخ دی. له نړیوالو مرستندویه موسسو او بشري سازمانونو غږ کوو چې د بشري مرستو له لارې افغانستان کې د ماین پاکولو له پروګرام سره مرسته وکړي، د دې پروګرام بودیجه پوره کړي، ترڅو موږ وکولی شو د ماین پاکولو خدمتونه د افغانستان لرې پرتو سیمو ته ورسوو.»

همدارنګه د چارو یو شمېر شنونکي په افغانستان کې د ناوچاوده توکو شتون ستره غمیزه بولي او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې له افغانستان سره د ماین پاکۍ په برخه کې مرستې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د ماین خطر اوس هم شته. ښه خبره دا ده چې د دې خطر رفع کولو لپاره ملګرو ملتونو، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو، مرستندویه او خیریه ټولنو ته په کار ده چې په دې برخه کې مادي او معنوي مرستې وکړي.»

ځینې نور بیا په افغانستان د ماین پاکۍ پر دوام له ټینګار سربېره وايي، د ماین پاکولو لپاره ځانګړې شوې بودیجه باید سیاسي نه شي.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر صادق حمید زوی وايي: « نړیوال باید په دې برخه کې له کومې سیاسي ښکېلتیا پرته داسې څه وکړي چې افغان بشر هم خپل حقونه ترلاسه کړي او ډاډمن ژوند ولري.»

د اپرېل ۴مه چې په ۲۰۰۰ زېږديز کال کې د ماینونو د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي نړیوالې ورځې په توګه وټاکل شوه، په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د راپورونو پربنسټ لاهم د افغانستان نږدې ۶.۸ میلیونه وګړي په مستقیم او غیرمستقیم ډول د ماینونو له خطر اغېزمن دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو
افغانستان

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو
افغانستان

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی
افغانستان

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 
افغانستان

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist

    - Select Visibility -