• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اختر شپو او ورځو کې د ټرافیکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اختر شپو او ورځو کې د ټرافیکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/05

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر اوونۍ په لومړيو څلورو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د روژې له ۲۹مې نېټې د کوچني اختر د درېیمې ورځې تر پای پورې په ټول هېواد کې ۸۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو پېښو کې د دوو ښځو او نهو ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه مړه  او د اتو ښځو او ۳۰ ماشومانو په ګډون ۱۵۵ تنه نور ژوبل شوې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه: «په دغو ۸۰ ترافیکي پېښو کې ۳۰ تنه شهیدان او ۱۵۵ تنه نور ټپیان شوې دي. په شهیدانو کې ۱۹ تنه نارینه، ۲ تنې مېرمنې او ۹ تنه ماشومان شامل دي او په ټپیانو کې ۱۱۷ تنه نارینه، ۸ تنې مېرمنې او ۳۰ تنه ماشومان شامل دي.»

د ترافیکو عمومي ریاست د مالوماتو له مخې، د ترافيکي پېښو له امله د مړو شويو کسانو دا شمېره د تېر کال پرتله شاوخوا ۲۰  سلنه کموالی ښيي.

د خبرپاڼې یوه برخه: تېر کال بیا د اختر په څلورو ورځو کې ټولټال ۹۸ ترافیکي پېښې رامنځته شوې وې چې په پایله کې یې ۵۰ تنه شهیدان او ۱۸۵ تنه ټپیان شوي وو.»

د ترافیکو عمومي ریاست دغه راز وايي، هېوادوالو ته د عامه پوهاوي ورکول، د ترافیک پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا د اختر په شپو ورځو کې د امنیتي تدابیرو نیول د دې لامل شوي چې سږ کال په ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو او د دغو پېښو له امله د مرګ ژوبلې کچه راتیته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist