Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د افغانستان پر صادراتو هم ۱۰سلنه تعرفه وضع کړه

امریکا د افغانستان پر صادراتو هم ۱۰سلنه تعرفه وضع کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/05

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ګڼو هېوادونو د تعرفې لګولو په لېست کې افغانستان هم شامل کړی او په دې سره يې دغه هېواد ته د افغانستان پر صادراتي توکو ۱۰‌ سلنه تعرفه لګولې ده.

دې ته په غبرګون کې د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري د امریکا له لوري د افغانستان پر صاداراتو ۱۰ سلنه تعرفې لګول غیر عادلانه اقدام ګڼلی.

نظري په دې اړه وايي: « همدا شېبه چې موږ او تاسو خبرې کوو، امریکا د افغانستان پر محصولاتو هم تعرفه وضع کړې ده. موږ غواړو دغه پروسه هم پای ته ورسول شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات پيل شي. موږ په سیاست کې یوه مقوله شته چې وايي، په سیاست کې دایمي دوښمني او دوستي نه شته، بلکې دایمي ګټې شته دي. هم زموږ او هم د امریکا ګټې ایجابوي چې دغه اړیکې له سره پيل شي او لکه څرنګه چې ما ټینګار وکړ، دا اړیکې باید د متقابل درناوي او د یو بل په چارو کې د لاسوهنې نه کولو پر بنسټ وي. په دې صورت کې د بندیانو په ګډون په ټولو مسایلو بحث کېدای شي.»

تېر کال د امريکا او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۴ ميليونه ډالرو ته رسېده.

د مالوماتو له مخې، افغانستان امريکا ته د ۲۲.۶ ميليونو ډالرو او برعکس امريکا افغانستان ته د ۱۱.۴ ميليونو ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي چې د ټرمپ وروستی اقدام به دغه معادله زيانمنه کړي.

د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د امریکا له لوري د افغانستان پر صادراتو د تعرفې لګول به سوداګري زیانمنه کړي او د دغې تعرفې د لرې کېدو غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « څومره چې ټرمپ فکر کوي، موږ امریکا ته دومره ډېر صادرات نه لرو. دا د امریکا د ولسمشر بې خبري ښيي او نور هېوادونه هم حق لري چې برعکس پر امریکايي محصولاتو تعرفه وضع کړي. په دې برخه کې یوازې عام وګړي دي چې زیان ورسېږي.»

دغه تعرفې داسې مهال لګول کېږي چې دوې اوونۍ وړاندې د خليلزاد پر مشرۍ يو پلاوي له افغان چارواکو سره د امريکا او اسلامي امارت پر اړیکو خبرې کړې وې.

د چارواکو په خبره، له واشنګټن سره د کابل اړيکې د پرمختګ په حال کې دي او تمه ده چې روان کال به د امریکا په شمول یو شمېر هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:« دوی مسوولیت او دنده لري چې له اسلامي امارت سره تعامل بېرته پيل کړي، اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، ترڅو موږ وکولی شو له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو یو نوی فصل پيل کړو. زموږ هیله مندي دا ده چې روان کال به ډېر هېوادونه را مخکې شي، له موږ سره به اړیکې جوړې کړي. امېد لرو امریکا هم د هغو هېوادونو له ډلې وي چې له موږ سره اړیکې پيل کوي او په دې سره وکولی شو د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو یو نوی باب پرانیزو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ سي.اېن.اېن ټلویزیون په يوه راپور کې ويلي، د افغانستان سرپرست حکومت تر ممکنه حده له امريکا سره د اړيکو جوړولو هڅه کوي.

دغې امريکايي رسنۍ زیاته کړې، اسلامي امارت کابل ته له ورغلي امريکايي پلاوي غوښتي چې حکومت یې پر رسميت وپېژني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist