• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میرضیایوف: ازبېکستان له افغانستان سره رغنده اړیکې غواړي

میرضیایوف: ازبېکستان له افغانستان سره رغنده اړیکې غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/03

د ازبېکستان ولسمشر له یورو نیوز سره په خپله تازه مرکه کې په افغانستان کې له اوسني حاکمیت سره د خپل هېواد د تعامل او ښکېلتیا ننګه کړې.

شوکت میرضیایوف ویلي، هېواد یې تل له افغانستان سره عملي او سټراتیژیکه ښکېلتیا روانه ساتلې او په خبره یې دواړه ګاونډي هېواد له یو بل سره د رغنده اړیکو پرته نه شي کولی پرمختګ ته ورسیږي.

میرضیایوف ازبېکستان د افغانستان مهم شریک بللی او په خبره یې، هغه هېوادونه چې له دې وړاندې یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو ټینګولو مخالفت کاوه، اوس په دې قانع شوي چې د افغانستان پر وړاندې ورته پاليسي سمه ده.

هغه زیاته کړې:« ازبېکستان په اوږدمهال کې تل له افغانستان سره عملي او سټراټیژیکه ښکېلتیا غوره کړې. موږ هېڅکه له خپل ګاونډ څجلا شوي نه یو او مخ مو ترې نه دی اړولی. موږ تل په دې باور یو چې د ازبېکستان په ګډون چې د افغانستان تر ټولو نږدې او مهم شریک دی، له ګاونډیو هېوادونو سره له رغنده تعامل او ښکېلتیا پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی. دا باید وویل شي هغه هېوادونه چې له دې وړاندې یې د افغانستان په تړاو زموږ له پالیسۍ سره همغږي نه وو، اوس اړ دي چې د دې پالیسي سموالی ومني.»

میرضیایوف وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان ته د نویو سټراټیژیکو فرصتونو له دریڅو وکتل شي، ترڅو دغه هېواد په نړیوالو اقتصادي پروسو کې مدغم شي.

د ازبېکستان ولسمشر دغه راز پر نړیوالې ټولنې هم د تعامل غږ کړی او په خبره یې، له دې لارې به په افغانستان کې شته ننګونې ختمې او اوږدمهاله پرمختګ ته لاره هواره شي.

د ازبېکستان ولسمشر زیاته کړې: « په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته باید د راڅرګندېدونکو سټراټیژیکو فرصتونو له دریڅې ور وکتل شي. دا ډېره اړینه ده چې د زېربنايي پروژو د پلي کولو له لارې افغانستان په نړیوالو اقتصادي پروسو کې مدغم شي. موږ اوسني وخت کې چمتو یو چې له نړیوالې ټولنې او نورو نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار وکړو، ترڅو په دې هېواد کې داسې مثبته اجنډا او نوښتونه رامنځته کړو چې افغانستان نه یوازې پر اوسنیو بحرانونو برلاسی شي، بلکې په اوږدمهال کې د پرمختګ لامل شي.»

د ازبېکستان ولسمشر دغه راز ویلي، دا ډېره مهمه ده چې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان سره د زده کړو او نورو برخو کې مرستې وشي.

میرضیایوف ډاډ څرګند کړی چې د افغانستان ثبات او بیارغونه د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې له ګټو سره سمون خوري.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د افغانستان لپاره هم ډېره ښه ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره د رېل پټلۍ له لارې وصل شي. له ابېکستان سره اړیکې کولی شي موږ د پخواني شوروي له جمهوریتونو سره ونښلوي؛ دا اړیکې د دواړو هېوادونو پر ګټه دي.»

د سیاسي چارو شنونکي ازبېکستان د افغانستان هغه مهم ګاونډی بولي چې تل یې د سیمه ییزې پراختیا او له هېوادونو سره د سیاسي اړیکو په جوړولو کې مهم رول لوبولی.

د دوی په باور، په اوسنیو شرایطو کې له تاشکند سره د سرپرست حکومت تعامل د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو لپاره ګټور دی.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « د ازبېکستان د ولسمشر او نورو چارواکو څرګندونې او هغه سیاسي او اقتصادي اړیکې چې له افغانستان سره یې جوړوي، د دواړو هېوادونو او سیمه ییزو لوبغاړو لپاره ډېرې مهمې دي؛ په ځانګړې توګه هغه اقتصادي اړیکې چې منځنۍ او جنوبي آسیا یې غواړي په خپلو کې جوړې کړي، افغانستان د دغو اړیکو د څلورلارې او اتصال ټکي په توګه ډېر مهم رول لري.»        

دا هرڅه په داسې حال کې دي چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته، ازبېکستان د تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال په فبرورۍ کې د افغانستان سفارت سرپرست حکومت ته وسپاره.

د بهرنیو چارو وزارت مغفورالله شهاب د شارژدافیر په توګه ورمعرفي کړ. شپږ میاشتې وړاندې د نوموړي په ځای عبدالغفار بحر په تاشکند کې د افغانستان د نوي شارژدافیر په توګه دنده پیل کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې
افغانستان

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist