• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: د اختر درې ورځې په بشپړ امنیت کې ونمانځل شوې

کورنیو چارو وزارت: د اختر درې ورځې په بشپړ امنیت کې ونمانځل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/02

د کوچني اختر په درېیو ورځو کې له بېلابېلو ولایتونو پلازمېنې کابل ته ګڼ شمېر کسان راغلي او دلته په مېلو او سیاحت بوخت دي.

 کابل ته راغلي خلک وايي، د اختر ورځې یې په بشپړ امنیت کې تېرې شوې.

د پکتیکا اوسېدونکی محمد انور وايي:« موږ په اختر کې له پکتیکا څخه کابل ته په چکر راغلي یو. د امنیت له ټینګښت ډېر خوښ یو. له پکتیکا تر دې ځایه هېڅ ډول ستونزه رامنځته نه شوه او وخت مو په ډېره خوشالۍ تېر شو.»

د دایکنډي اوسېدونکی مهدي وايي: « له دایکنډي څخه د کابل ښار بابر بڼ ته د تفرېح لپاره راغلی یم. له اسلامي امارت مننه کوو چې د اختر په رخصتیو کې یې ښه امنیت نیول یو.»

په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان د اختر په ورځو شپو کې د امنیت د تامین په برخه کې د امنیتي ځواکونو هڅې ستايي او خوښ دي چې د اختر ورځې په ښارګوټو او تفریحي ځایونو کې په پوره امن ونمانځل شوې.

دوی له پوليسو سره پر همکارۍ د ټينګار ترڅنګ له اړوند ارګانونو غواړي چې په نورو ورځو کې هم امنيتي تدابير زيات کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی اېمل وايي: « د اختر په درېیمه ورځ هم امنیتي ځواکونو ډېره ښه او منظم تدابیر نیولي او د خدای شکر دی چې تر اوسه هېڅ ډول واقعه نه ده پېښه شوې.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی فیصل وايي: « موږ دلته په چکر راغلي یو. امنیت په ډېره ښه بڼه نیول شوی دی.»

د کابل اوسېدونکی جعفر وايي: « د اختر ورځې ښې وې او ښه امنیتي تدابیر نیول شوي وو. د اختر رخصتۍ په خوښۍ او آرامۍ تېرې شوې.»

په ورته وخت کې امنیتي مسوولین د امنیت د لا ټينګښت او د پېښو مخنیوي په برخه کې تطبیق شوی ځانګړی پلان بریالی بولي او د لا ښه امنیت برخه کې امنیتي ځواکونو سره د ښاریانو همکاري اړینه ګڼي.

د کابل ښار د اوومې حوزې د ټولي قوماندان ریحان وايي: « موږ په تېرو درېیو ورځو کې شپه او ورځ د خلکو خدمت وکړ او الحمد الله هېڅ پېښه نه ده شوې. موږ امنیتي ګزمې او چک پاینټونه درلودل او هېڅ ډول ستونزه نه شته.»

د اسلامي امارت سرتېری هجران وايي: « موږ د اختر په درېیو ورځو او شپو کې رخصت نه دی کړی او کور ته نه یو تللي، بلکې د خلکو په خدمت کې یو.»

سرتېری الهام وايي: « دلته هرڅه منظم دي، پیره، ګزمې او چک پاینټونه فعال دي. خلک هم راضي دي او څه امنیتي پېښه نه ده شوې.»    

له دې ټولو سره، د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، امنیتي ځواکونو د اختر په درېیو ورځو کې د ټول هېواد امنیت په بشپړه توګه تأمین کړی و.

نوموړي د امنیتي ځواکونو له خوا په راتلونکي کې هم د خلکو د امنیت ساتلو ډاډ ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist