• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بروس: افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو د خوشې کولو جدي هڅې کوو

بروس: افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو د خوشې کولو جدي هڅې کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/02

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یوې بندي امریکايۍ مېرمنې  د خوشې کولو هرکلی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس ویلي، له افغانستانه د فایي ډي هال په نوم د امریکايي تبعه له بنده خوشې کول  د ټرمپ ادارې د ژمنې اثبات دی چې په نورو هېوادونو کې د ټولو امریکایي اتباعو د آزادولو لپاره یې لري.

بروس په یوه خبری کنفرانس کې ټینګار وکړ چې امریکا به تر هغو آرام ونه کړي چې خپل ټول زنداني اتباع یې بېرته امریکا ته نه وي ستانه کړي.

هغې زیاته کړې:« امریکا په افغانستان کې له زندانه د فايي هال د خوشې کېدو هرکلی کوي. د مارکو روبیو په خبره، د ولسمشر ټرمپ ژمنه واضحه ده او هغه دا چې موږ به تر هغو آرام ونه کړو ترڅو مو په افغانستان کې ټول بندي امریکايان خوشې کړې نه وي او دغه راز په ټوله نړۍ کې برمته امریکایان بېرته کور ته راستانه نه کړو. د امریکا او خپلو وګړو امنیت او خوندیتوب زموږ لپاره لومړیتوب دی.»

دوې اوونۍ وړاندې جوج ګلېزمن او په دې اوونۍ کې  فایي ډي هال هغه دوه امریکايي وګړي دي چې د اسلامي امارت له لوري د قطر په منځګړیتوب له زندانه خوشې کېږي.

 د بهرنیو چارو وزارت د جوج ګلېزمن د خوشې کولو په غبرګون کې ویلي وو چې نوموړی یې د منځګړي هېواد او واشنګټن سره تر څو ځلې مذاکراتو وروسته له بنده خوشې کړی.

 د اسلامي امارت له زندانه د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۹مه خوشې شوې امریکايۍ مېرمن فايي ډي هال په یو لنډ ویډیويي پیغام کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ مننه کړې چې ادارې یې د دې د خوشې کولو لپاره بریالۍ هڅې وکړه.

د سیاسي چارو کارپوهان په افغانستان کې د بهرنیو زنداني اتباعو د خوشې کېدو په برخه کې د سرپرست حکومت تګلاره هېوادونو سره د سیاسي تعامل او باور جوړونې په برخه اغېزمنه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « د طالبانو له زندانونو د امریکايي وګړو خوشې کېدل، د ښو او ډېپلوماټیکو اړیکو او دغه راز د نړیوالو اصولو او حقوقي قوانینو سره سم، د اعتماد جوړونې، راکړې ورکړې او رسمیت پېژندلو لپاره د لار هوارولو مانا لري.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « اوس داسې یو احساس موجود دی چې د اسلامي امارت په اړه د نړیوالو نظر هم مثبت دی، ځکه چې دوی په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ کړی. هغه مسایل چې د اسلامي امارت یا هم افغانستان لپاره خنډ ګرځي او دومره ارزښت هم نه لري لکه همدا د بندیانو خوشې کول، دا خپله یوه مثبته کړنه ده چې طالبانو ترسره کړې او د امریکا له خوا یې هم هرکلی شوی.»

سرپرست حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي چې ګوندې د افغانستان په زندانونو کې دې نور امریکايي وګړي هم بندیان وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist