• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

له نړیوالو د اسلامي امارت رهبر غوښتنه؛ د افغانستان په کورنیو چارو له لاسوهنې ډډه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/28

له نړیوالو د اسلامي امارت رهبر غوښتنه؛ د افغانستان په کورنیو چارو له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي‌ امارت رهبر شیخ هبةالله اخندازه د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام کې له هېوادونو او اسلامي نړۍ سره د افغانستان په اړیکو او دغه راز د هېواد په کورنیو چارو کې د نورو په نه لاسوهنې ټینګار کړی دی.

دغه اختریز پيغام چې د ارګ  لخوا خپور شوی، له نړیوالو غوښتل شوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

د اختریز پیغام یوه برخه:« اسلامي امارت غواړي له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت پر اساس ټینګې او ښې اړیکې ولري. همدا راز غواړي له نورو هېوادونو سره په اسلامي اصولو ولاړې ښې او ګټورې اړیکې ولري.»

د اسلامي امارت رهبر په دغه پیغام کې له نړیوالو غوښتي چې د افغانانو ارزښتونو ته درناوی وکړي.

د اختریز پیغام یوه برخه:«له ټولو خواوو غواړو چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي، زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي او زموږ د ثبات، امنیت او پرمختګ مانع ونه ګرځي.»

 د سیاسي چارو شنونکي بیا د اسلامي‌امارت د رهبر اختریز پيغام کې له اسلامي‌ نړۍ سره د اړیکو ښه کېدو ته په اشارې وايي، افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه ده او افغانستان او نړیواله ټولنه دې د تعامل لپاره ګډې هڅې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« دا چې امیرالمومنین په خپل اختریز پيغام کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د  اسلامي اصولو پر بنسټ خپلې اړیکې ټينګوو، دا ښه ده ځکه چې موږ خپل ارزښتونه لرو. دغه راز په پیغام کې ځینو ټکو ته اشاره شوې چې خپل اتحاد وساتو او د دې لپاره باید هڅه وشي. لویې جرګې راوغوښتل شي ترڅو د افغانانو یووالي ته په کې کار وشي.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« ښه به دا وه چې د افغانستان اسلامي امارت رهبر داسې یو فرمان صادر کړی وی چې ښوونځي دې د نجونو پرمخ خلاص شي، پوهنتونونه دې خلاص شي، ښځو ته د کار حق ورکړل شي. دا به یو ښه ګام و، د افغان ولس لپاره به یو ښه زیری و او هم به د نړۍ لپاره.»

که څه هم واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو نږدې څلور کاله پوره کیږي، خو لاهم د نړۍ هیڅ هېواد د اسلامي امارت پر رسمیت نه ‌دی پیژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist