• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

افغانستان د امریکا ملي امنیت ته له ګواښ لرونکو هېوادونو ایستل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/27

د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په زیان ونه کارول شي او د دې تر څنګ يې د داعش او نورو ډلو پر وړاندې د حکومت مبارزه بریالۍ بللې.

تازه د امریکا د ملي اطلاعاتو سازمان له لوري په خپاره شوي کلني راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې ایستل شوی چې د امریکا امنیت، اقتصاد او سوداګرۍ ته ترې زیان پېښېدای شي.

خو یاد سازمان د یو شمېر هغو هېوادونو نومونه بيا په ډاګه کړي چې په راتلونکي کې ترې امریکا ته د خطر پېښېدو احتمال شته.

د راپور یوه برخه کې راغلي: « روسیه، چین، ایران او شمالي کوریا هغه څلور هېوادونه دي چې د امریکا لویو او ملي ګټو ته د ګواښ احساس ترې کېدلی شي. زموږ موندنې ښیي چې دا څلور هېوادونه هڅه کوي او همدارنګه کولی شي د امریکا لویو ګټو ته جدي ستونزې جوړې او بریدونه پرې وکړي. دوی هڅه کوي چې د امریکا سوداګري، مالي او امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ کړي.»

د امریکا ملي اطلاعاتو سازمان دې هېواد او ملي ګټو ته یې د اسلامي امارت غړي داسې مهال د ګواښ پېښوونکو له ډلې ایستلي چې د زندانيانو وروستیو تبادلو له امله د امریکا او سرپرست حکومت اړیکې عادي کېدونکې ښکاري.

 دې راپور کې په سویلي آسیا کې د پاکستاني طالبانو تحریک، لښکر طیبه او نورو ډلو فعاليت په اړه اندېښنه ښودل شوې، خو د داعش او القاعدې په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ورته مهال،  د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د امریکا او افغانستان په اړیکو کې وروسته له هغې نرمښت ښکاره شو چې امریکايي پلاوي کابل ته سفر وکړ او د کورنیو چارو وزارت سرپرست پر سر يې وضع کړې ۱۰ میلیونه ډالر جایزه لغو کړه.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « د امریکا د کړنو او پرېکړه څېره بدله شوه، د طالبانو له خوا چې کوم امریکايي تبعه له زندان څخه خوشې او د باور جوړونې لپاره په تحفه کې ورکړل شو، دا خپله د امریکا او طالبانو ترمنځ د راکړه ورکړې او ښو اړیکو او دغه راز پروګرامونو د عملي کولو لپاره ګامونه اخیستل دي او ثابتوي چې امریکا غواړي له طالبانو سره ښه روابط ولري.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « ګورئ! امریکا اوس په دې ښه پوهېږي چې دېکتاتورانه او جنایتکارانه سیاستونه نور په نړۍ کې نه شي عملي کولی. دا ځکه چې په تېرو څو لسیزو کې امریکا په افغانستان او منځني ختیځ کې د بشریت ضد جنایتونه ترسره کړل، دا نور نړیوالو ته د منلو وړ نه دي. د امریکا دېکتاتوري مخ په ختمېدو ده.»

سرپرست حکومت د امريکا له يادې پرېکړې په هرکلي سره د داعش پر وړاندې خپله مبارزه بریالۍ بولي او وايي، دغه ډله يې په بشپړ ډول ځپلي او وبه نه شي کولي د امریکا په شمول نورو هېوادونه ته ګواښ پېښ کړي.

له دې وړاندې د امریکا په ګډون د نړۍ هېوادونو سرپرست حکومت سره د رسمي اړیکو پیل د نجونو او ښځو بشپړو حقونو ته په درناوي، ټولګډونه حکومت جوړولو، نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو او د دوحې تړون پر ژمنو درېدلو پورې مشروط کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist