• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستان کې پر پښتنو ظلم روان دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستان کې پر پښتنو ظلم روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/26

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په خپلو تازه څرګندونو کې پر پاکستان توندې نیوکې کړي او وايي، د پاکستان ریاست د پښتنو پر وړاندې په روان ظلم چوپ پاتې دی.

پښتين زياتوي، د پاکستان له لوري روان ظلم د پښتنو له زغم وتلی او له همدې امله غواړي چې د پښتنو په اړه د پاکستان پر تشدد ولاړو پالیسيو پر وړاندې لوی پاڅون وکړي.

پښتين زیاتوي:« په پښتون مېشتو سیمو کې هره ورځ پر پښتنو په پراخه توګه ظلمونه کېږي، خو د پاکستان ایالتي او مرکزي حکومتونه یې پر وړاندې غلي دي. د پاکستان حکومت د ظالمانه سیاستونو پر وړاندې د یوه اغېزمن او منظم ولسي پاڅون لپاره له سیمه‌ ییزو او د نورو مظلومو قومونو له مشرانو سره په اړیکه کې يو.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غړي نیاز احمد پر دوو زامنو برید شوی چې یو یې وژل شوی او بل یې سخت ژوبل دی.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د پاکستاني پوځ له لوري پر پښتنو او بلوڅانو ظلم او جبر خپل اوج ته رسیدلی، مشران یې  وژل شوي، طبيعي زیرمې یې غصب، سیمې یې ناامنه او همدا راز زده کړې او کلتور یې زيانمن شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « په پښتنو او بلوڅانو ظلم اوج ته رسېدلی، له دوی یې کلتور او فرهنګ اخیستی، له دوی یې امن او سوکالي اخیستي، له دوی یې زده کړې اخیستې، له دوی یې د دوی په سیمو کې شته قېمتي زېرمې لوټ کړې دي. مشران یې اختطاف او وژل کېږي، ظلم او زیاتی خپل لوړ حد ته رسېدلی. په نورو قومونو باندې ظلم او زیاتی د دوی په پالیسۍ کې دی.»

ځينې نور بیا په دې باور دي چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو او بلوڅانو سربېره له هغو قومونو سره چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، د بشري حقونو ضد کړنې ترسره کړې دي.

دوی وايي، هغه پښتانه او بلوڅ مبارزين چې د خپلو حقوقو لپاره غږ پورته کړي، د پاکستان له لوري یې خوله ورپټه شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې اړه وايي: « پاکستان نه یوازې په دې وروستیو کې، بلکې د تاریخ په اوږدو کې تل له پښتنو او بلوڅو او هغو ټولو وګړو سره د بشر ضد، کرغېړنه او شومه معامله کړې چې د پاکستان په داخل کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. موږ ګورو چې په پاکستان کې سلګونه زره پښتانه او بلوڅ ځوانان، روڼ اندي، متفکرین، علما، پوهان او نور کسان ورک دي؛ پرته له محکمې له خپلو کورونو، بازارونو، لارو او کوڅو، ښوونځیو او پوهنځیو پورته شوي او لا درکه دي.»

له بلې خوا، د ماهرنګ بلوڅ د نیول کېدو په غبرګون کې د بلوچستان بېلا بېلو سیمو کې اته لاریونونه راوتلي.

 دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پولیسو ادعا کړې چې ماهرنګ بلوڅ یې د بغاوت او ترهګرۍ په تور نیولې، خو د بشري حقونو او بښنې نړیوال سازمانونه وايي، ماهرنګ د سوله ییز لاریون پرمهال نیول شوې او باید ژر تر ژره خوشې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist