• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد پاکستان د بشري حقونو پر نقض تورن کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/23

افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي پاکستان دې د بشرحقونو له پراخو  سرغړونو لاس واخلي او دغې مسالې ته دې د پای ټکی کیږدي.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، اسلام اباد باید په دغه هېواد کې د بشري حقونو سرغړونو روانه لړۍ ودروي او په خبره یې د پاکستان ولس هم د ښه ژوند کولو حق لري.

هغه زیاته کړې:« په پاکستان کې د بشري حقونو “پراخ نقض” باید پای ومومي. عمران خان باید را خوشې شي؛ ځکه چې د پاکستان ولس د ښه وضعیت او ژوند مستحق دی.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، پاکستان له لسیزو راهیسې له هغو وګړو سره چې د خپل حق غوښتنه یې کړې د بشري حقونو ضد چلن کوي.

دوی زیاتوي، پښتانه او بلوڅ چې د خپل حق غوښتونکي دي زرګونه تنه یې د پاکستان حکومت له لوري نیول شوې او لاهم لادرکه دي.

د دوی په خبره، که پاکستان د بشري حقونو نقض بند نه کړي نو په دغه هېواد کې به ناامني نوره هم زیاته شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند واي:« پاکستان نه یوازې په دې وروستیو کې بلکې د تاریخ په اوږدو کې تل له پښتنو او بلوڅو  او ټولو هغو وګړو سره چې د خپلو حقونو لپاره په داخل د پاکستان کې مبارزه کوي، ناوړه د بشر ضد او کرغېړنه شومه معامله کړې. موږ ګورو په پاکستان کې زرګونه پښتانه او بلوڅ ځوانان، روڼ اندي، متفکرین ، علما، پوهان هغوی ورک دي. که چېرې پاکستان د بشر حقونو ملاتړ په برخه کې خپله پالیسي بدله نه کړي، د بشر حقونو درناوی ونه کړي، ماته ښکاري دا به د پاکستان لپاره په کوردننه لا زیاتې ټولنیزې، امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزې رامنځته کړي.»

په ورته مهال د بښنې نړیوال سازمان هم اندیښنه ښودلې چې پاکستان کې د بلوڅانو غیر قانوني نیول له بشري حقونو سر غړونه ده.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د بشر حقونو مساله یوازې شعار دی ، که ریښتیا هم نړیوال د بشرحقونو ناقضینو پروړاندې جدي وی نو پاکستان به هېڅ کله هم ترې د بشري حقونو دنقض جرات نه درلوده.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« دا په خپله د پاکستان ایجادول دې سیمه کې او زموږ په ګاونډیتوب کې د انګریزانو او امریکایانو لخوا ستر ناروا بشري جنایت وه چې ترسره یې کړ. ټوله نړۍ ښه پر سترګو ګوري چې پاکستان په دې څو لسیزو کې څه ناروا بشري جنایتونه زموږ په هېواد کې او زموږ ولس پر وړاندې ترسره کړي. یو شی ښه باید صحي په یاد وساتئ چې  د بشر حقوق اصلا شتون نه لري. که شتون یې درلودلی، پاکستان به دا جنایتونه ترسره کړی وی؟ نه. »

تازه مواردو کې پاکستاني حکومت په کوټه او بلوچستان کې د بلوڅو پر لاریون ډزې کړې چې په پایله کې یې درې تنه لاریون کوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي، خو لاریون کوونکو د وژل شویو کسانو جسدونه لویې لار ته راویستلي او اعتراض یې روان دی خو د پاکستان ادارو له لوري پرې انټرنېټ بند شوی.

په ورته مهال د بلوڅو دغورځنګ مشرې ماه رنګ بلوڅ ویلي، ګڼ شمیر معترضې ښځې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوې او  لسګونه نور معترضین یې لادرکه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist