• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کېږي

بهرنیو چارو وزارت په ناروې کې د افغانستان سفارت د بېرته پرانیستلو خبر ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/23

په هېوادونو کې د سفارتونو د پرانیستلو پر دوام تازه د بهرنیو چارو وزارت په ناروې کې د افغانستان سفارت او کونسلي چارو د بېرته پیل خبر ورکړی.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې په ناروې هېواد کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکړل شوی چې په اوسلو کې د افغانستان سفارت د روانې مارچ میاشتې پر ۲۴مه خپل کونسلي خدمتونه بيا پیلوي.

خبرپاڼه کې ویل شوې چې د نجيب‌الله شېرخان په نوم يو ډيپلوماټ په اوسلو کې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه معرفي شوی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« ناروې کې مېشتو درنو هېوادوالو او نورو مراجعينو ته خبر ورکول کېږي چې په اوسلو کې د افغانستان سفارت د ۱۴۰۴ش کال د وري له څلورمې نېټې  چې د ۲۰۲۵ز کال د مارچ له ۲۴مې سره سمون لري، کونسلي خدمتونه بيا پيلوي. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ناروې کې د کونسلي خدمتونو بیا پيل یو مثبت ګام بولي.»

موده وړاندې په ناروې کې د افغانستان سفارت چارې د تېر جمهوري نظام له لوري د لېږل شويو ډېپلوماټانو له لوري مخته وړل کېدې، خو یاد سفارت تېر کال د سپټمبر پر ۱۲مه خپل فعالیتونه ودرول.

په دې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي و چې یاد سفارت د استازولۍ جایداد او په کې ټول لېږدېدونکي او غیر لېږدونکي توکي د ناروې بهرنیو چارو وزارت ته د امانت په توګه سپاري.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« دا د طالبانو حکومت لپاره یو پرستیج دی چې دوی د تعامل لاره له نړۍ سره خلاصوي، بل دا چې موږ او تاسو افغانان لرو چې په ټولو هېوادونو کې ژوند کوي په ځانګړې توګه ناروې کې چې کونسلي خدماتو ته ډېره اړتیا لري. د دې لپاره هم ډېر ښه ده چې سفارت فعالیت پیل کړي.»

ځینې نور بیا په اوسنیو شرایطو کې چې سرپرست حکومت له نړۍ سره تعامل ته جدي اړتیا لري، د ناروې په ګډون له هر بل هېواد سره د اړیکو ټینګښت مهم ګڼي.

دوی زیاتوي، سرپرست حکومت ته هم پکار ده چې د دې اړیکو د پراختيا په موخه باید د نړۍوالې ټولنې هغه مشروع غوښتنې ومني چې له نړۍوالو قوانینو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدلو سره سم په ټولو هغو هېوادونو کې چې افغانستان ورسره مخامخ ډېپلوماټیکې اړیکې درلودې سفارتي چارې د تېر نظام د ډېپلوماټانو له لوري پرمخ وړل کېدې چې د وخت په تېرېدو سره په ځینو هغو کې دغه چارې سرپرست حکومت ته وسپارل شوې.

د اسلامي امارت د چارواکو په وینا افغانستان دا مهال په بهر کې شاوخوا ۴۰ فعاله سياسي استازولۍ لري چې په کې د سفير او کونسل منل هم شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist