د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي عمان ته د خپل سفر په لړ کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره کتلي او دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې.
د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، لیدنه کې دواړو خواوو ډاډ څرګند کړی چې افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.
دغه راز امیرخان متقي د سرپرست حکومت له خوا نړۍ او سیمې سره د متوازنو اړیکو رامنځته کولو او سراسري امنیت ټینګولو ته په اشارې ویلي، اوس مهال د بل هر وخت پرتله په افغانستان کې د سوداګرو لپاره د پانګونې ښه فرصت برابر شوی.
تکل په دې اړه وايي:« د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د لسیزو جګړو پای ته رسېدل، له نړۍ او سیمې سره د متوازنو اړیکو رامنځ ته کول، سراسري امنیت ټینګول د افغان حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې او دا یې د بهرنیو پانګوالو او په ځانګړې توګه د عمان د سلطنت او عماني سوداګرو لپاره د پانګونې ښه فرصت وباله.»
د دې ترڅنګ متقي افغانانو ته د عمان د کاري وېزو غوښتنه کړې او د د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو موخو لپاره یې د الوتنو پیل کېدل هم مهم یاد کړي او دغه راز یې له یاد هېواد غوښتي چې په دې برخه کې اسانتیاوې لا زیاتې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « مولوي امیر خان متقي له عماني لوري مننه وکړه چې په مسقط کې يې د افغانستان سفارت ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړې او په دې لړ کې افغانانو ته د عمان د کار د ویزو ورکړه، عمان ته د افغان توکو د صادراتو زمینې برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیلېدل او د اړوندو اسانتیاوو رامنځ ته کول یې د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل چې ګډ کار به ورباندي کوي.»
په دې لیدنه کې د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې له پخوا راهیسې د افغانستان د هوساینې او پرمختګ په برخه کې مثبت دریځ لري او په خبره يې، غواړي له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
د اقتصادي وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري بیا د متقي دا سفر له اقتصادي اړخه ګټور بولي او وایي، په دې سره به د افغاني توکو لپاره د خلیج په هېوادونو کې یو بل بازار هم زیات شي او اغېز به یې ښکاره وي.
نظري زیاتوي: « عمان هېواد ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست سفر له اقتصادي پلوه ډېر مهم دی. موږ کولی شو خپل طبیعي او ارګانیک محصولات عمان ته صادر کړو، ځکه چې عمان د افغانستان د محصولاتو لپاره یو مناسب بازار ګڼل کېږي. همدارنګه هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګېدو ته په کتو، عماني تاجران او پانګوال کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکي له عمان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا له نړیوال بازار سره د افغان سوداګرو او پانګوالو د نښلېدو یوه ښه لاره بولي او په دې برخه کې د شویو ژمنو پرعملي کولو ټينګار کوي.
د سیاسي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « زما په نظر، له عمان هېواد سره لیدنه کاته او د اړیکو ټینګول به افغانستان ته ډېره ګټه وکړي. موږ کولی شو له دې عربي هېواد سره اړیکې ټینګې کړو، اقتصادي قراردادونه وکړو، د افغان کارګرانو لپاره د وېزو اسانتیا رامنځته شي او دغه راز زموږ سوداګر وکولی شي چې د عمان له لارې خپلو محصولاتو ته نړیوال بازار پيدا او نوي پېرودونکي ولري.»
د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست له خوا له عمان هېواد څخه د افغان کارګرو لپاره د وېزو غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د راپورونو له مخې، په عمان کې لسګونه افغان ښځینه محصلینې د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې له لوري د مالي ملاتړ د لغوه کېدو له امله له دې هېواده د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.