• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/08

ټاکل شوې چې د فرانسې په کوربتوب د مارچ پر ۷ مه د ملګروملتونو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه ناسته جوړوي.

د دغې ناستې د جوړېدو  موخه يې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د نړيوالې ټولنې د پوهاوي کچې لوړوالی ښودل شوی په پاريس ښار کې به ترسره شي.

يونسکو په يو بیان کې ويلي، دا ناسته به تر ډېره د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د شته ننګونو په روښانه کولو متمرکزه وي.

یونسکو زیاته کړې:« د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه د یونسکو د لوړې کچې کنفرانس، چې د مارچ پر ۷ مه نیټه ترسره کیږي، تر ډېره به د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د شته ننګونو په روښانه کولو متمرکز وي، په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې عامه پوهاوي کچې لوړول د دې کنفرانس له اصلي موخې دي.»

یونسکو ویلي، پر نړيواله کچه د افغان ښځو د ملاتړ او د دوی په اړه د پوهاي کچې لوړولو دا کنفرانس په داسې حال کې جوړوي چې په افغانستان کې د نجونو د ازادۍ او د زده‌کړو لاسرسي حق ډېر محدود شوی دی.

یونسکو په دې اړه ویلي:«د دې کنفرانس هدف دا دی چې د افغان ښځو او نجونو مانا داره ګډون ډاډمن کړي، ترڅو د تعلیمي فرصتونو، دوامداره ښوونځیو ته لاسرسي او د زده کړو بشپړولو باندې تمرکز وشي.»

په ورته وخت کې د ښځو حقونو خونديتوب په برخه کې فعالې مېرمنې د نجونو پرمخ د ښونېزو بنسټونو د بیا پرانيستلو په تړاو د هر ډول غږ پورته کولو هرکلی کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د اسلامي او ملي ارزښتونوپه رڼا کې له زده کړو محرومو افغان نجونو دا حق د نوي تعليمي کال له پیل سره سم پرځای کړي.

د ښځو حقونو فعاله مژده عزیزي وايي:« له بده مرغه درې کاله کېږي چې افغانې نجونې له یوې ناڅرګنده راتلونکې سره مخ دي. د اسلامي امارت سرپرست حکومت تل ویلي او ټينګار یې کړی چې  د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې به د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. په لومړي سر کې دوی ویل چې په نصاب کې به یو لړ تغییرات راولي، خو د درېیو کالو په تېرېدو سره بیا هم ونه توانېدل چې په نصاب کې بدلون راولي.»

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د مارچ پر ۱۳ مه به د افغانستان له دننه او بهر د افغان ښځو په حضور کې یوه ناسته جوړه کړي

. په پام کې ده چې په دې ناسته کې به د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د نوي قانون په تړاو له افغان ښځو سره خبرې وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې
افغانستان

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

مې 18, 2025
هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی
افغانستان

هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

مې 18, 2025
هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې
فرهنگ او هنر

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

مې 18, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی
افغانستان

د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

مې 18, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist