د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت یو ځل بیا افغانستان ته د سیاسي او قومي مشرانو د یوې جرګې د لېږلو خبره کړې.
د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر په پېښور کې د اسلامي امارت له کونسل سره په ليدنه کې ویلي، افغانستان ته د جرګې لېږلو لپاره د پاکستان مرکزي حکومت تاییدۍ ته په تمه دی.
په راپورنو کې د علي امین ګنډاپور له قوله ويل شوي، د تاییدۍ له ترلاسه کولو او د پروسو له نهايي کېدو وروسته به دغه کار ژر تر ژره ترسره شي.
ګنډاپور زیاته کړې:« موږ د فډرالي حکومت له لوري د جرګې د شرایطو تاییدۍ ته په تمه یو. له تاییدۍ او نهايي کېدو وروسته به په نږدې راتلونکي کې جرګه افغانستان ته ولېږل شي.»
ګنډاپور له دې وړاندې ویلي و چې پلان لري د ۲۰۲۵زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې یو پلاوی افغانستان ته ولېږي او د بحث موضوعات به یې پر امنیتي مسايلو او سیمه ییزې سولې باندې خبرې اترې وي.
ګنډاپور د تېرې فېبرورۍ پر ۱۵مه هم په دې اړه یوه مشورتي ناسته رابللې وه چې په کې د خيبر پښتوخوا ګڼو سیاسي او قومي مشرانو ګډون درلود.
د سیاسي چارو شنونکی ګل آغا حسني وايي: « که له دې جرګې هدف دا وي چې په افغانستان کې افغانانو ته ووايي چې ګڼي دلته ترهګر دي او بیا له دې ځایه راځي او موږ ته ستونزې جوړوي، زه فکر کوم دا یو ناسم عمل دی او موږ یې ځکه نه تاییدوو چې نا امني د پاکستان خپله مساله ده؛ دوی باید خپل ولسونه دلاسا کړي، ستونزه به هواره شي.»
افغانستان ته داسې مهال د یادې جرګې پر استولو ټینګار کېږي چې له دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو د چارو وزیر امیرمقام، دې خبرو ته په غبرګون کې له هېوادونو سره مذاکرات د ایالتي حکومتونو له صلاحیته پورته موضوع بللې وه.
یو شمېر شنونکي د پاکستان فډرالي حکومت د چارواکو دغه شان دریځ ته په کتو وايي، د پاکستان مرکزي اداره به هېڅکله د دې کار اجازه ورنه کړي.
په پاکستان کې آزاد خبریال طاهر خان وايي: « تر اوسه داسې ښکاري چې مرکز له دې خبرې سره اتفاق نه دی کړی. همدا وجه ده چې تر اوسه یاده جرګه نه ده استول شوې. د دې جرګې په اړه چې د خیبرپښتونخوا حکومت کوم وړاندیزونه مرکزي حکومت ته ورکړي وو، تر اوسه داسې ښکاري چې مرکز نه دي منلي.»
دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې لاهم امنیتي اندېښنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه موضوع بلل کېږي.
هلته د هرې امنیتي پېښې وروسته پاکستاني چارواکي له کره شواهدو پرته د پړې ګوته سملاسي افغانستان ته نیسي؛ خو سرپرست حکومت بیا په ځلونو مقابل لوري ته داسې شواهد وړاندې کړي چې ثابتوي د داعش یو شمېر وسله وال د پاکستان په روزنیزو کمپونو کې تر پوځي روزنې او ډیورند فرضي کرښې دې غاړې ته تر را اوښتو وروسته، نیول شوې دي.