Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: څه باندې ۱۴ ميليونه افغانان د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي

اوچا: څه باندې ۱۴ ميليونه افغانان د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/04

د سرپرست حکومت له واکمنېدو سره د نړيوالو له لوري د اقتصادي بندیزونو لګول، طبیعي پېښې، بېوزلي، بېروزګاري او د بشري مرستو کمېدل هغه څه دي چې هېواد کې یې اقتصادي ننګونې او ستونزې لا ډېرې کړې دي.

سید پاچا همدې سخت حالت اړ کړی چې د یوې مړۍ ډوډۍ پېداکولو په موخه له سهار تر ماښامه پر واټونو لاس ګاډی وچلوي، خو له دې سره هم خپله کورنۍ نه شي مړولی.

د کابل اوسېدونکی سید پاچا وايي: « پر حکومت غږ کوم چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه په دې ډول ژوند نه تېرېږي، ترکومه به یې تېروو؟»   

يوازې سید پاچا نه دی بلکې د کابل ښار د نورو اوسېدونکو په څېره کې هم غربت له ورايه ښکاري. دوی وايي، ورځ تربلې بېکاري او له امله یې بېوزلي زياتېږي.

دوی سرپرست حکومت مکلف بولي چې د دوی د فقر او نېستۍ ختمولو لپاره لاره پيدا کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی بهرام ‌الدین وايي:« ژوند سخت تېرېږي، ګوزاره مو نه کېږي. د ۲۰ افغانیو چای او بوره اخلو او له ډوډۍ سره یې خورو. زه منډوي کې لاس ګاډۍ چلوم او د ورځې ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو کار کوم، په دې به مې څه چاره وشي.»    

د خلکو د دې شکايتونو ترڅنګ، تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر(اوچا) موندلې چې اوس ‌مهال ۱۴.۸ ميليونه افغانان د خوړو خونديتوب نه لري او له دې ډلې ۳.۱ ميليونه تنه بېړني لاسنيوي ته اړتيا لري.

اوچا د خوړو له ناامنۍ سره مخ افغانانو ته د رسېدو لپاره د نږدې دوه میليارد ډالرو بسپنې اړتيا مطرح کړې، خو وايي دا مهال د يادې بسپنې يوازې ۹.۹ ميليونه ډالره په واک کې لري.

اوچا زیاته کړې:« په افغانستان کې روژه داسې مهال را رسېدلې چې هلته میلیونونه کسان نه پوهېږي د خپل بل وخت خواړه له کوم ځایه ترلاسه کړي. اوس مهال ۱۴.۸ میلیونه کسان له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي چې ۳.۱ میلیونه یې د بېړنۍ رسېدنې په څلورم پړاو کې دي.»

په داسې حال کې چې خلک په دايمي توګه د ځان د تمويل لپاره د کارغوښتنه کوي، خو سرپرست حکومت د لوږې بېړني وضعيت کابو کولو لپاره د نړيوالو بشري مرستې مهمې بولي.

اقتصاد وزارت د مرستو غوښتلو ترڅنګ د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه هم کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « افغانستان کې د یو شمېر اقتصادي ستونزو لامل د افغانستان د خلکو شتمنۍ ګنګل پاتې کېدنه او نا عادلانه اقتصادي بندیزونه دي. موږ د بندیزونو لرې کېدو او د افغانستان د خلکو شتمنۍ آزادېدو غوښتنه کوو. په ورته وخت کې اسلامي امارت کار زیږوونکې او اقتصادي پروژې تر کار لاندې لاندې لري، ترڅو د افغانستان د خلکو اقتصادي ستونزې هوارې شي.»

بېوزلي د هېواد له هغو اوږدمهالو ستونزو او ننګونو څخه شمېرل کېږي چې تېرې څو لسېزې جګړې او اقلیمي بدلون یې لاملونه ګڼل کېږي. ملګرو ملتونو له دې وړاندې ویلي و چې لا هم شاوخوا ۲۳ ميلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او همداراز د کار نه شتوالی د خلکو اساسي ستونزه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist