Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان او ایراني چارواکو د اړیکو د لا پراختیا پرېکړه کړې

افغان او ایراني چارواکو د اړیکو د لا پراختیا پرېکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/04

په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت شارژدافیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو او دوه اړخیزو اړېکو په اړه خبرې کړې.

په تهران کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ملا فضل محمد حقاني د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سوېلي آسيا له عمومي مدیر محمد رضا بهرامي سره کتلي دي.

سفارت زیاته کړې:« په دې کتنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزه اړیکو، وروستیو پرمختګونو، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.»

په تهران کې د افغانستان سفارت د مالوماتو له مخې، دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر چټکتیا هم ټینګار کړی.

په دې ورستیو کې د ایران کورنیو چارو وزارت تر ډېره ۱۶ سرحدي ولایتونو کې د افغانانو پر اوسېدلو یو مخ بندیز لګولی او د ۱۲ ولایتونو په ځینې ښارونو او سیمو کې یې هم محدودیتونه لګولي.

ایران د روان لمریز کال تر پایه د نږدې دوه میلیونو «بې اسنادو» کډوالو د ایستلو پلان لري چې دا د افغانانو په زور یا اجباري ایستلو تر ټولو لوی پلان دی.

د سیاسي چارو یو شمېر څارونکي بیا وایي، له ایراني چارواکو سره په پرله پسې ډول خبرې او ناستې کولی شي د دواړو هېوادونو په اړیکو او هلته د مېشتو افغان کډوالو پر ژوند مثبت اغېز ولري.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وايي: « ایران هم زموږ په څېر د نړیوالو بندیزونو تر اغېز لاندې دی. موږ دواړه ګاونډي هېوادونه یو او له یو بل پرته نه شو اوسېدلی. موږ باید په خپلو منځو کې سیاسي، ډېپلوماټیکې، اقتصادي او فرهنګي اړیکې ولرو. ایران باید په دې هېواد کې مېشتو افغان مهاجرانو ته اسانتیاوې برابر کړي.»

د ایران د مرکزي احصاییې اداره وايي، له ۱۳۹۷ تر ۱۴۰۰ هجري کال پورې په دې هېواد کې د کډوالو شمېر نږدې دوه میلیونو تنو ته رسېده، خو د ۱۴۰۰هجري کال په دوبي کې د سرپرست حکومت له واکمنېدو سره دغه هېواد ته له افغانستانه د کډوالو د ورتلو بهیر زیات شو.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۲ لمریز کال په زمري میاشت کې د افغان کډوالو شمېر له پنځو میلیونو تنو زیاد ياد کړی و.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« ایران تل د افغانستان په اړه دوه مخی سیاست لري، دوی خپلو ګټو ته ګوري او سیاست کوي او هېڅکله به د افغانستان خبره ونه مني. دا سمه ده چې د افغانستان پلاوی به لاړ شي، د کډوالو په اړه به خبرې وکړي، د بندیانو د خوشې کېدو او اعدامونو لغو کېدو په اړه به خبرې وکړي، خو تاسو وینئ چې ایران خپل کار کوي او د افغانانو اعدامولو ته ادامه ورکوي او پر زور یې له ایران راباسي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د ایران په یو شمېر ښارونو کې پر افغانانو فشارونه زیات شوي او پر کار کولو یې بندیز لګول شوی دی.

له بلې خوا، د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ هم روانه ده او هره ورځ په سلګونه افغانان په زور یا په خپله خوښه افغانستان ته ستنول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist