Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
يوې بریټانوۍ کورنۍ ادعا کړې چې دوه غړي يې افغانستان کې نيول شوي

يوې بریټانوۍ کورنۍ ادعا کړې چې دوه غړي يې افغانستان کې نيول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/25

ځينو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د پیټر رينالډز او باربي رینالډز په نومونو دوه بریټانوي اتباع چې ښځه او خاوند دي، په افغانستان کې نيول شوي دي.

د يادو دوو بریټانويانو کورنۍ رسنيو ته ويلي، دواړه له شاوخوا دوو لسيزو راهيسې په افغانستان کې مېشت وو او له ۱۷ ورځو راهيسې يې ورسره اړيکه پرې شوې ده.

دوی ادعا کړې چې د کورنۍ دا غړي يې د سرپرست حکومت له لوري نيول شوي او په همدې موخه يې له سرپرست حکومت په يوه ليک کې چې اسوشيېټيډ پرېس خبري آژانس يې د ليدلو ادعا کړې، د دوی د خوشې کولو غوښتنه کړې.

د بریټانوۍ کورنۍ ویلي:« هغوی تل په آزادانه توګه خپل کار کاوه او په دقت سره یې د قوانینو درناوي او اطاعت ته غا ړه اېښې وه. دوی د انګلستان ترڅنګ افغانستان هم خپل کور باله. موږ په مهربانۍ سره د خپل پلار او مور د خلاصون غوښتنه کوو، ترڅو بېرته د ښوونې، روزنې او د افغانستان د خدمت په برخه کې خپل کار ته ستانه شي.»

د سیاسي چارو شنونکی اسلام الدین معارج وايي: « البته په افغانستان کې د بهرنیو اتباعو اختطاف او ورکېدل، د اوسني رژیم په تاریخ کې لومړنۍ پېښه نه ده. حکومتونه مسوولیت لري چې د خپلو اتباعو مصؤنیت، حفاظت او امنیت وساتي. د انګلستان حکومت درې کاله وړاندې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی و او ورته ویلي یې وو چې له افغانستانه ووځي.»

يادو بریټانويانو د افغانانو لپاره د سوداګرۍ او زده کړو په برخه کې روزنيز پروګرامونه وړاندې کول. د بریټانيا حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي.

د اسلامي امارت ویاند هم د دې کسانو د نیولو او یا نه ‌نیولو په تړاو څه نه وایي، خو زياتوي چې په دې برخه کې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به مالومات رسنیز کړي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا له بهرنيو پانګوالو او وګړو سره د نرم چلن غوښتنه کوي او زياتوي، د ورته قضيو په اړه اړتيا ده چې وضاحت وړاندې شي.

د نړيوالو اړیکو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا سمه ده چې که د یوه هېواد وګړي بل هېواد ته ځي او د کوربه هېواد له قوانینو سرغړونه کوي یا په جرم لاس پورې کوي، آشوب ګري کوي یا سیاسي خلاف کاري کوي، دوی سره قانوني چلن کېږي او هغه کسان چې کورني امنیت ته ډېر خطرناک وي او ستونزې جوړوي، نیول کېږي هم. له دې ټولو سره، په اوسنیو شرایطو کې اسلامي امارت ته په کار ده چې له بهرنیو اتباعو سره نرم چلن کړي؛ ځکه افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او له نړۍ انزوا شوی. زما په اند، نړیوال باید وهڅول شي چې راشي افغانستان ته او د افغانستان له امنیت ګټه واخلي؛ ځکه دا څو کاله نړۍ افغانستان ته په دې سترګه ګوري چې افغانستان به څه وي.»

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، دغه دوه کسان چې له تېرو دوو کالونو راهیسې په بامیانو ولایت کې اوسېدل؛ څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د قضيې څرنګوالي ته په تمه کېدو ټينګار کوي، خو وایي ورته قضيې ښايي بهرنيو وګړو ته په افغانستان کې د ناخونديتوب پيغام ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « نیول کېدل او لادرکه کېدل نړۍ ته دوه پیغامونه وړاندې کوي؛ یو دا چې د افغانستان جغرافیه لاهم نا امنه ده او دویم دا چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لاره نوره هم سختوي. له دې سره افغانستان نور هم په سیاسي انزوا کې ډوبېږي، د افغانستان د خلکو پر اقتصاد ناوړ اغېز کوي، اړیکو او سیاست ته لوی زیانونه اړوي.»

له دې وړاندې ځینو نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د بهرنیو اتباعو د نیولو په تړاو هم راپورونه ورکړي وو، خو اسلامي امارت یې هماغه وخت د نیونې اصلي لامل له قوانینو او اصولو سرغړونه بللې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist