له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې په ایران کې د یو شمېر زنداني افغانانو د اعدامولو موضوع د هرې ورځې په تېرېدو سره تودیږي.
تازه د هه نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یوه سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال په ایران کې د ۷۵ افغانانو په ګډون، شاوخوا ۹سوه تنه اعدام شوي دي. په راپور کې ويل شوي، ياد کسان د ايران د حکومت له خوا د نشه يي توکو قاچاق او وژنو په تور نیول شوي او بیا اعدام شوي دي.
د هه نګاو د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د ايران له لوري د اعدام شویو افغانانو شمېر د وړم کال پر تله ۳ برابره زیات شوی دی.
د ههنګاو په کلني راپور کې راغلي: « ایران کې په ۲۰۲۴ کال ۹۰۹ تنه اعدام شوي چې له منځه ۷۵ تنه افغانان دي. دا شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله درې برابره لوړ شوی.»
د مهاجرانو او کډوالو مدافع مرتضی مطهري وايي: « باید د اسلامي امارت سفارت د مهاجرانو د حقوقي قضیو په تړاو بشپړې پلټنې وکړي او دغه راز باید د ایران اسلامي جمهوریت قضائیه قوه مهاجرینو ته دا حق ورکړي چې د خپلو حقونو قضیو د تعقیب لپاره مدافع وکیل ته لاسرسی ولري.»
د هه نګاو د راپور له مخې، همدا تېره شنبه ۸ کسان چې دوه په کې افغانان وو، د ایران له خوا اعدام شوي.
د بشري حقونو مدافعان د دې ترڅنګ چې له ايران د اعدامونو بندولو غوښتنه کوي وايي، د افغانستان سرپرست حکومت هم بايد د خپلو وګړو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي او په اړه دې اړه له ايران سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.
د بشري حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « په ایران کې د دغو افغان وګړو اعدامول نه یوازې د مهاجرت له نړیوال کنوانسیون سره ټکر لري بلکې دا له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. د افغانستان دولت باید د ډېپلوماټیکو خبرو اترو له لارې د افغانانو د حقونو په اړه له ایران څخه شفافیت وغواړي.»
د سياسي چارو شنونکي د ايران له لوري د افغانان اعدامول د يو اړخيز قضاوت په اساس بولي او سرپرست حکومت مکلف ګڼي چې له دې کار د ايران راګرځولو لپاره غوڅ دریځ خپل کړي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « دا د افغانستان اسلامي امارت دنده ده چې له ایراني چارواکو سره اړیکه ونیسي، ترڅو په ایران کې د افغانانو له دا ډول اعدامونو څخه مخنیوی وشي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه ابولحسن صالحي وايي: « په زور او جبر سره د نه شړل، لومړنیو حقونو ته لاسرسی، د نه ځورولو او شکنجه کولو موضوع او دغه راز د هغوی عقایدو ته درناوی هغه اصول دي چې ایران نه دي رعایت کړي بلکې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل یې لاس پورې کړی.»
دا اعدامونه په داسې حال کې دي چې موده وړاندې د ستري محکمې یو پلاوی افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږدولو او د هغوی د اعدام سزا د تخفیف په موخه ایران ته سفر وکړ. همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ایران او پاکستان په بندخونو کې شاوخوا ۱۱ زره افغانان بندیان دي.