Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اوبو مدیریت هڅه؛ فراه کې د څاڅکي په بڼه د اوبو لګولو سیسټم جوړول پيل شول

د اوبو مدیریت هڅه؛ فراه کې د څاڅکي په بڼه د اوبو لګولو سیسټم جوړول پيل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/19

د هېواد په سوېل لوېدیځ کې پروت فراه ولایت تر نورو زیات وچکالیو ځپلی او خلک یې نه یوازې د کرنې لپاره د اوبو له کمښت سره مخ دي، بلکې ډېرو ځایونو کې د څښاک اوبه هم له لاسرسي وتلې دي. دا په داسې حال کې ده چې په فراه ولایت کې د څاڅکي په بڼه د اوبو لګولو نوي سیسټم د عامولو هڅه پيل شوه.

چارواکي وايي، د دې سیسټم فعالول د اوبو د سرچينو د دوامداره مديريت او د کروندګرو د ملاتړ په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.

د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، دا سيسټم نه يوازې د اوبو ښه مديريت ته لاره هواروي، بلکې کروندګرو ته هم دا زمينه هم برابروي چې خپلې ځمکې په لږو اوبو خړوبې او ډېر حاصل ترې ترلاسه کړي.

د فراه کرنې رياست کې د کرنیزو چارو متخصص توريالی نوري وايي: « که چېرې حساب ورته وکړو، دا سیسټم د هر جریب ځمکې خړوبولو لپاره له ۶۰ تر ۷۰ زرو افغانیو لګښت لري. د دې سیسټم د جوړولو لګښتونه همدا لومړني لګښتونه دي، خو په اوږدمهاله کې بل لګښت نه لري او اغېزمنتوب یې ډېر زیات دی. همدارنګه دغه سیسټم اتومات دی، کارګر، بڼوال او کروندګر یا بشري ځواک ته اړتیا نه لري.»

بله خوا، د فراه کروندګر د دې اقدام هرکلی کوي او وايي، د دې سيسټم په مرسته به وکولی شي د اوبو کمښت جبران او وچکالي څه ناڅه مهار کړي.

د الله داد په نوم یوتن کروندګر وايي: « له اسلامي امارت توقع لرو چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي او دغه سیسټم ژر تر ژره موږ ته فعال کړي. نور هېوادونه هم اوس له قطره يي سیسټم استفاده کوي، موږ یې هم کولی شو.»

کروندګر نورمحمد وايي: « له نړۍ زموږ غوښتنه دا ده چې اوس زموږ تریاک نه شته، نو دوی باید زموږ لاسنیوی وکړي. دولت د کوکنارو کرکیله بنده کړې، نو باید له کروندګرو او بزګرانو سره هر راز بدیلي مرستې وشي.»

له دې سره څنګ کې، د فراه کرنې رياست د ځمکنيو اوبو د کنټرول او د اوبو له ضايع کېدو د مخنيوي لپاره، په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر استنادي دېوالونه هم جوړ کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist