Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان ملاتړ ته د دوام ورکولو ډاډ ورکړ

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان ملاتړ ته د دوام ورکولو ډاډ ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/19

د اسلامي همکاریو سازمان(او.آی.سي) مرستیال او د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدلي.

د دواړو لورو په دې لیدنه کې پرامنیت، زده کړو، له نشه يي توکو سره پر مبارزې، اقتصاد، بشري او پرمختیايي مرستو او په دې سازمان کې د افغانستان پر استازیتوب خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په لیدنه کې ویلي، یادو مسایلو ته په کتو په افغانستان کې ځمکني واقیعتونه له هغه څه سره توپیر لري چې په دې تړاو په بهرنیو رسنیو کې مطرح کېږي.

د مولوي امیر خان متقي په خبره، بهرني لوري باید واقیعتونو ته وګوري نه هغه څه ته چې په رسنیو کې ښودل کېږي.

مقتي زیاته کړې:« امنیت، اقتصاد، تعلیم، له نشه يي توکو سره مبارزه، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مثبت تعامل او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅو او لاسته راوړنو ته په کتو، ځمکني واقیعتونه له هغو ډېر زیات مثبت توپیر لري چې په بهرنیو رسنیو کې ښودل کېږي. بهرني اړخونه باید د رسنیو له خوا وړاندې کېدونکي تصویرونو پر ځای ځمکني واقیعتونه په خپلو سترګو وګوري.»

په همدې حال کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د دغه سازمان حضور د دې ښکارندويي کوي چې یاد سازمان غواړي واقیعتونه په خپله وګوري نه د نورو له سترګو.

طارق علي بخیت ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان له افغاستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

بخیت زیاتوي: « دا چې موږ دلته حضور لرو، په دې دلالت کوي چې موږ په خپلو سترګو واقیعتونه لیدل غواړو، نه د نور له سترګو. دا چې د بېلا بېلو اړخونو نظرونه اورو، خو په پای کې به پرېکړه په خپلواکه توګه د واقیعتونو په رڼا کې کوو او د اسلامي همکاریو سازمان به له بېلابېلو لارو د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا د اسلامي همکاریو سازمان د نړۍ پر کچه مهم او اغېزناک سازمان بولي او زیاتوي چې له دې سازمان سره اړیکې او تعامل له سیاسي اړخه د افغانستان پر ګټه دي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد جان رسولیار وايي: « دغه سازمان د اسلامي نړۍ او دغه راز ټولې نړۍ پر کچه ډېر مهم سازمان دی او سیاسي پرېکړې یې اغېز لري. دا سازمان د مسلمانانو د حقونو او عدالت د تأمین لپاره کار کوي. له هېوادونو سره یې تعاملات او له هغوی سره یې اړیکې، په ځانګړې توګه د افغانستان له موجوده حاکمیت سره یې روابط ډېر مهم دي. زه هیله لرم د دوی دغه کتنې یوازې تر الفاظو محدودې پاتې نه شي بلکې رسمي دوه اړخیز تعاملات وشي، په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ موجوده حاکمیت ته ورکړل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « د اسلامي همکاریو سازمان یو نړیوال سازمان دی او که چېرې دلته د دوی استازولي فعاله وي، عیني واقعیتونه به هم په خپلو سترګو ګوري او دا بیا خاص اهمیت لري. زه فکر کوم ښه به دا وي چې په مجموع کې نړیواله ټولنه او افغانستان د یوه مثبت تعامل له لارې تفاهم ته سره ورسېږي، ترڅو د ټولو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو استازولۍ په کابل کې موجودې وي.»

په همدې حال کې د اسلامي همکاریو سازمان راغلي پلاوي د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له سرپرست سره هم لیدلي.

 په دې لیدنه کې له یاد سازمان سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي زیاته کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان کولی شي د افغانستان او اسلامي نړۍ ترمنځ د ښو اړیکو ټینګښت په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist