پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پوليسو پرله پسې زور زياتي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت غبرګون راپورته کړی او دغه وضعيت يې د اندېښنې وړ بللی.
د ياد وزارت مسوولینو په کویټې او کچلاغ کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو وروستی چلن چې په لړ کې یې افغان کډوال په زور له دغو سيمو ايستل شوي، غندلی او له نړیوالو یې غوښتي چې د باعزته راستنېدنې په موخه دې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
پاکستاني پولیسو د ځينو افغان کډوالو کورنۍ چې په کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ ښځې شاملې دي، په کويټې او کچلاغ کې له خپلو کورونو په زور ایستلي او افغانستان ته يې راشړلي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني حکومت د ټولو اصولو خلاف د افغان کډوالو پر وړاندې کړنې په تېرو دوو کالو کې بار بار تکرار کړې او لاهم ادامه لري. د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دغه کړنې غندي او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې له خپل نفوذ په کار اخیستنې په دې هېواد کې له افغان مهاجرینو سره مرستې وکړي. دوی باید په دې اړه همکارۍ ته ادامه ورکړي، ترڅو افغانانو ته په خپله خوښه دې ته زمینه برابره شي چې خپل هېواد ته راشي.»
له دې سره په یوه وخت، په پاکستان کې یو شمېر مېشتو افغان کډوالو یو ځل بیا د دغه هېواد له حکومت غوښتي چې د افغانانو له نیولو او جبري اخراج ډډه وکړي.
دوی وایي، پاکستاني پولیسو له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی.
پاکستان کې افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « اوس هم هغه افغان مهاجرین چې دلته ژوند کوي او د دې لپاره لږ وخت ورکړل شوی چې د اسلام اباد له خاورې ووځي. دا خلک په تشویش کې دي او کاروبار نه شي کولی.»
د کډوالو د حقونو مدافعان په پاکستان کې د افغان کډوالو روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او د کډوالو نړيوال ملاتړي بنسټونه مسوول ګڼي ترڅو د پاکستان پر حکومت سیاسي فشارونه ډېر او د افغان کډوالو له جبري ستنولو او ځورولو یې لاس پر سر کړي.
د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « اسلامي امارت باید له پاکستان سره لا قوي ډېپلوماټیکې خبرې وکړي او د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره له سوله ییزو لارو ګټه پورته کړي. له تاوتریخوالي پرته د مهاجرانو د تدریجي ستنولو لپاره د یوه قانوني مکانیزم رامنځته کولو لپاره دوه اړخیزې خبرې اترې ضروري دي. په زوره د افغان مهاجرانو د شړلو مساله یوازې یوه انساني ننګونه نه ده بلکې یو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ناورین هم دی.»
دوې اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) په یوه راپور کې ویلي و چې د روان زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان شاوخوا ۱۸ زره ۳۰۰ افغان مهاجر هېواد ته ستانه شوي او دغه راز يې زیاته کړې وه چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې له پاکستانه څه باندې ۸۲۵ زره افغانان راستانه شوي دي.