پاکستان چې تل له افغانستان سره په سوداګرۍ کې پر ټګۍ تورن دی، تازه یې د افغانستان د صادراتو پرمخ د انګور اډې لاره هم تړلې چې له امله یې د دواړو خواوو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د خيبر پښتونخوا یو شمېر سياسیون د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې دې له سیاست جلا کړي او سوداګرو ته دې ستونزې نه ایجادوي.
د پښتونخوا عوامي ملي ګوند د وزيرستان مشر اياز وزير وايي: « مخکې یې موږ ته دا بهانه کوله چې دا لاره ستاسو خپل قوم بنده کړې او عامو خلکو بنده کړې، موږ دغه لاره خلاصه کړه او ټرانسپورټ ته مو اجازه ورکړه، خو اوس حکومت بنده کړې او په مختلفو بهانو یې د بند ساتلو هڅه کوي. کله وايي چې د ګمرک کسان نه دي راغلي او کله هم نورې مسالې رامخته کړي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د پاکستان پر حکومت نیوکه کوي چې تل په يوه او بله پلمه له فغانستان سره په سوداګرۍ کې د ستونزو رامنځته کولو هڅه کوي.
دوی د لارو تړل د دواړو هېوادونو پر زیان ګڼي او د بديلو لارو د پيدا کولو غوښتنه کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی ظاهر بهاند وايي: « هېڅوک د پوښتنې نه شته، که دا لړۍ همداسې روانه وي، په پاکستان کې به لوی انساني ناورین رامنځته شي.»
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه د سوداګرو پرمخ لارې تړي، بلکې تر دې وړاندې یې هم د تورخم او سپین بولدک لارې د سوداګرۍ پرمخ تړلې دي او افغان سوداګرو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی.