د سرپرست حکومت له لوري له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار لګولو محدودیتونو او بنديزونو ته د غبرګونونو پر دوام، دا ځل جرمني، ايسلنډ، ايکواډور، اسټراليا، اندورا، کولمبيا، فنلنډ، ګرجستان، جاميکا، کوسوو، لېتيويا، ليختن شټاين، مراکش، منګوليا، سلويني، سويډن او کاناډا هېوادونو په دې اړه بيا غبرګون ښودلی.
د دې هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانې ښځې دي او د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې سره جرګه شوې وې چې د خپلمنځي او شريکو مسايلو پر سر د بحث تر څنګ يې په افغانستان کې د ښځو پر اوسني وضعيت هم اندېښنه ښودلې.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې پر لوړې کچې سربېره هم سرپرست حکومت نجونې له طبي زده کړو منع کړې دي او له سرپرست حکومت يې په سم لاسي توګه په ښځو د لګولو بنديزونو لرې کول غوښتي.
د ګډې اعلاميې یوه برخه:« موږ پوهېږو چې یو سوله ییز او باثباته افغانستان یوازې هغه وخت ممکن دی چې ټول افغانان او په ځانګړي ډول ښځې او نجونې په بشپړ ډول د هېواد په راتلونکي کې ګډون او مرسته وکړي. دا نه یوازې د هېواد دننه بحثونو او پرېکړو ته اړتیا لري، بلکې پر نړېواله کچه هم بحثونو ته هم اړتيا لري. له همدې امله موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د بشپړ، مساوي، اغېزناک او خوندي ګډون لپاره د افغان ښځو ملاتړ وکړي. په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د دوحې په بهیر کې. موږ همدا راز پر طالبانو غږ کوو چې یو داسې ټول شموله او استازیتوب کوونکی سیاسي بهیر رامنځته کړي چې د افغانستان تنوع په کې انعکاس پیدا کړي.»
فاطمه ساپۍ د سرپرست حکومت واکمنېدو پرمهال د طبي انسټيټیوټ محصله وه. سره له دې چې لا هم خپلو زده کړو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې، خو له زده کړو سره یې علاقه مندي نه ده کمه شوې. هغه له سرپرست حکومته غواړي چې په نوي کال کې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.
فاطمه په دې اړه وايي:« له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیزي. همدارنګه ښځې وکولی شي خپلو کارونو ته مخه کړي، ترڅو د هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي.»
د ښځو د حقونو فعالانې بیا د هېواد په پرمختګ کې د ښځو ونډه مهمه بولي، خو په برخه يې پر دې قشر د تعليم او تحصيل دروازو له تړل کېدو سره، نجونې په کم عمر کې واده کولو ته مجبورې کړای شوې دي.
د ښځو حقونو مدافع مژده عزیزي وايي: « کله چې نجونې ویني چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي او پرانیستل کېدو ته یې هېڅ ډول هیله مندي نه شته، والدین مجبورېږي چې خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کوي.»
له بلې خوا، د سیاسي چارو کارپوهان د نجونو زده کړې د هېواد د ابادۍ لپاره اغېزناکې ګڼي او له سرپرست حکومت غواړي چې د خلکو او نړۍ مشروع غوښتني ومني، ترڅو نړۍ له افغانستان سره رسمي تعاملاتو ته را وړاندې شي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « د افغان ولس کومې مشروع غوښتنې چې دي، هغه باید ومنل شي او حکومتي چارواکي پر خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي، ترڅو له نړۍ سره د تعاملاتو زمینه برابره شي.»
د سياسي چارو شنونکی سليم پيګير وايي: « باید بېړنۍ پرېکړه وکړي، ترڅو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ خلاصې شي او په دې سره د هغو نیوکو مخه هم ونیول شي چې تل له دې آدرسه د اسلامي امارت پر چارواکو کېږي.»
که څه هم سرپرست حکومت د نجونو د زده کړو او يو شمېر هېوادونو د ګډې اعلاميې په تړاو څه نه وایي، خو له دې مخکې يې ويلي چې نجونو ته د زده کړو اجازې ورکولو هڅې روانې دي.
خو د دې هڅو د دوام په لړ کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د جنورۍ پر ۱۸ مه په خوست کې د نجونو پر زده کړو د بندیز پر دوام نیوکه کړې وه او دا کار یې د ټولنې له نیمایي قشر سره بې عدالتي بللې وه.