Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لاوروف: روسیه او تاجیکستان له افغانستانه د احتمالي ګواښونو مخنیوي لپاره نظامي همکاري زیاتوي

لاوروف: روسیه او تاجیکستان له افغانستانه د احتمالي ګواښونو مخنیوي لپاره نظامي همکاري زیاتوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/16

د روسیي ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تاجیکستان له بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او سیمي  پر وضعیت هم خبرې کړې.

په راپور کې د لاوروف له قوله راغلي، روسیه به ډېر ژر په تاجیکستان کې د خپل ۲۰۱ پوځي اډې هوايي ځواک برخه پیاوړې کړي او د تاجیکستان په سوېلي پوله کې مېشت تاجیکستاني ځواکونه به لا زیات تجهیز کړي.

راپور زیاتوي، لاوروف د ګډ امنيتي تړون (سي.اېس.ټي.او) سازمان د پرېکړې له مخې، د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله له افغانستانه د احتمالي ګواښونو مخنیوي لپاره د امنیتي کمربند رامنځته کول مهم ګڼلي دي.

لاوروف زیاته کړې:« له افغانستانه د احتمالي ګواښونو په تړاو مو د ګډ امنيتي تړون او شانګهای همکاريو فعال سازمانونه رامنځته کړې دي او د تاجیکستان په ګډون له ګاونډيو هېوادونو سره شریک یو شمېر مکانېزمونه لرو، لکه مسکو فارمټ چې له مخې یې امنیتي همکارۍ تقویه کولی شو.»

د ګډ امنیتي تړون سازمان ته د افغانستان او تاجیکستان په ګډه پوله د امنیتي کمربند رامنځته کولو لومړی وړاندیز په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان له لوري شوی و.

بهرنیو چارو وزارت سره مو د روسیې بهرنیو چارو وزیر تازه څرګندونې شریکې کړې، خو له مکررو اړیکو سره سره يې په دې اړه ځواب رانه کړ.

خو له دې وړاندې سرپرست حکومت ټينګار کړی، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي.

له دې سره، د چارو یو شمېر کارپوهان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ټولو هېوادونو مشترک مسوولیت ګڼي او وايي، د روسیې په ګډون د سمیې او ګاونډ هېوادونه غواړي د مشترک ګواښ لپاره متحدانه مبارزه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي:« په داسې حال کې چې د تروریزم او ترهګریزو ډلو پر وړاندې مبارزه یوازې د افغانستان مسوولیت نه دی بلکې د نړۍ ټول هېوادونه او په ځانګړې توګه روسیه او د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره په تفاهم په هر هېواد او سیمه کې د ترهګرو د ځالو او پټنځایونو له منځه وړلو لپاره ګډ نظامي او استخباراتي پروګرامونه عملي کړي.»

ځینې نور بیا باور لري چې زبرځواک هېوادونه دا ډول بې ثباتي تر ډېره د خپلو  پالیسو د تقابل او تعقیب لپاره رامنځته کوي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « د نړۍ زبرځواک هېوادونه او په ځانګړې توګه شرق او غرب بلاکونه چې په سر کې یې روسیه او امریکا ځای لري، دوی د یو او بل له پروګرامونو خبر وي او پوهېږي چې په سیمه کې څه کوي یا څه روان دي. د مثال په توګه، روسیه پوهېږي چې امریکا دلته څه پروګرام لري یا راتلونکي کې د داعش، القاعدې او طالبانو لپاره څه پلانونه لري. نو دوی په دې تړاو بې تفاوته نه پاتې کېږي او خپلو ګټو ته ګوري. که چېرې امریکا دلته ګډوډي رامنځته کوي، روسان هم په کې ځان شریکوي او خپلې ګټې خوندي کوي.»

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم له افغانستانه نورو هېوادونو ته د داعش امنیتي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو سرپرست حکومت بیا په ځلونو ویلي، د یادې ډلې نیول شوي کسان د ګاونډیو او سیمې یو شمېر هېوادونو وګړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist