د امريکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلې په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو د پاتې وسلو او پوځي تجهیزاتو په تړاو څرګندونو کې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن تګلاره ننګولې او له ممکنه لارو یې په افغانستان کې د پاتې پوځي وسلو او تجهیزاتو د بېرته وړلو خبرداری ورکړی.
دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد د ماتې ۳۶ مې کاليزې په مناسبت غونډه کې له امريکايي ځواکونو پاتې پوځي وسایط غنيمت وبلل او له متحده ايالتونو يې وغوښتل چې افغانستان ته د تېرې شل کلنې جګړې جنګي تاوان یا غرامت ورکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وايي: « ټرمپه ته یې هم واوره! دا وسلې چې موږ نیولې دا زموږ غنیمت دی، موږ چې له روسانو کوم ټانګونه نیولي اوس هم په دې درو کې پراته دي. دا زما حق دی، تاسو وتښتېدلی او دا غنیمت ماته پاتې شو. اوس د افغانستان د دې ټولې تباهۍ تاوان باید موږ وغواړو. موږ باید بې غیرته خبره ونه کړو او نه له امریکا سره د تعامل په تمه پاتې شو. دا ځینې خلک عجیبه خبرې کوي او وايي دا داسې لېونی سړی دی؛ زه وایم افغانان د دین په عشق کې تر ټولو ډېر لېوني خلک دي.»
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر دغه راز د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ترمنځ اختلافات رد کړل او په وینا یې، د سرپرست حکومت ټول چارواکي د دندو اخیستلو او شخصي غوښتنو پر بنسټ نه بلکې د شریعت پر بنسټ راغونډ شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې اړه وايي: « موږ د قدرت هغه تږي خلک نه یو چې زه به د رییس الوزراء سره په دې جنګ کوم چې ته رییس الوزراء یې او زه وزیر یم. دلته متقابل احترام پروت دی او په لېوالتیا باندې راغلي یو. موږ په رایو یا قومي حساب نه یو راغلي، بلکې دلته په اسلامیت او شریعت سره راټول شوي یو. داسې نه ده چې زه ملامحمد حسن اخوند ته ورشم چې ته ولې رییس الوزرا یې او زه نه یم، یا یو بل څوک ورشي چې زه ولې والي یم او وزیر نه یم. دا د امیرالمؤمنین حکم دی، که یې وویل چې والي یې والي شه، که یې وویل چې وزیر یې وزیر شه او که یې درته وویل چې عسکر یې عسکر شه؛ په دې کې کوم عیب نه شته.»
په ورته وخت کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د اسلامي امارت مخالفین وننګول چې د سرپرست حکومت پر وړاندې شایعات خپروي او د نظام او افغانستان په تخريب کې خپلې ګټې لټوي.
د اطلاعاتو او فرهنګر وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وايي: « کله کله چې د بعضې خلکو لیکنې او ویناوې واورم، یعنې له حضرت محمد(ص) وروسته بل پیغمبر نه راځي، خو که پیغمبر هم راشي، والله که یې ومنې. دا خلک معلوم دي، نظریې او عقیدې یې د اسلام نه دي، پر اسلام اعتراضونه کوي، مسلماني تخریبوي. موږ باید د خلکو اصل وپېژنو چې دا څوک دي، آیا ریښتیا د وطن لپاره خیر غواړي؟»
په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد د ماتې د ۳۶ کالیزې نمانځغونډه کې چارواکو د نظام ساتنې لپاره پر یوالي ټینګار وکړ او زياته یې کړه چې له سرپرست حکومت د ملاتړ او دفاع لپاره په کاره ده چې عصري علومو او ټېکنالوژيکي وسايلو ته لاس رسی زيات شي.