د امريکا ملي امنیت سلاکار له اېن.بي .سي ټلوېزیون سره په مرکه کې ادعا کړې چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې شوې پيسې د ملګرو ملتونو د قراردادي موسسو له لارې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو لاس ته لوېږي.
والټز زياته کړې، امريکا داسې اسناد هم ترلاسه کړي چې د سرپرست حکومت چارواکي د ملګرو ملتونو او د هغوی د شريکانو ترمنځ په قراردادونو کې لاسوهنه کوي او په دې توګه دا فرصت ترلاسه کوي چې بشري مرستې د اړتيا خلاف، په خپله خوښه پر خلکو ووېشي.
هغه په دې اړه ویلي:« زه فکر نه کوم چې امریکایان به د دې ملاتړ وکړي، ترڅو له ۳ میلیارده ډالرو زیاتې پیسې دې د ملګرو ملتونو د قرارداديانو له لارې طالبانو ته انتقال شي. دا چاره طالبانو ته اجازه ورکوي چې څوک له دې مرستو ګټه واخلي او څوک ترې محروم شي؟ موږ د ورته لاسوهنو شواهد په وار وار وړاندې کړې دي.»
له دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي و چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
خو د سرپرست حکومت چارواکي د امریکا د ملي امنيت سلاکار تازه ادعا ردوي او ډاډ ورکوي چې د مرستندويه بنسټونو پر چارو له څار پرته، په هېڅ صورت د دوی په کارونو کې مداخله نه کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د امریکا د ملي امنیت سلاکار ادعا په کلکه ردوي. اسلامي امارت د ملګروملتونو په قراردادونو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي. اسلامي امارت هڅه کوي چې د قراردادونو په پروسه کې شفافیت عملي شي.»
د سیاسي چارو شنونکي د مايکل والټز وروستۍ څرګندونې په راتلونکي کې د بشری مرستو د سياسي کولو هڅه بولي، خو غوښتنه کوي چې د بشري مرستو اغېزمنېدل عام افغانان اغېزمنوي؛ ځکه دې دغه مرستې له هر ډول سياسي ملاحظاتو پاکې وي.
د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دا واقعا ً د افغانستان له ولس سره لوی ظلم دی؛ ځکه چې دغه پیسې د لوېدیځې نړۍ له خوا د افغانستان له بېوزله خلکو سره ترسره کېږدې، ترڅو د دوی اقتصادي ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي. زه وایم، کاش چې طالبانو نړیوالو ادارو ته وړاندیز کړی وای چې دوی له دې پيسو ګټه نه ده اخیستې.»
ځينې نور بيا پر بهرنيو مرستو د عامو افغانانو د اتکا کمول مهم ګڼي او دې هدف ته د رسېدو لپاره له سرپرست حکومته غواړي چې په کور دننه کاري فرصتونه ډېر او پانګونې ته پراخه زمينه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « باید پر نړیوالو مرستو ډېره اتکا ونه شي او پر ځای یې بدلي لارې ولټول شي. په افغانستان کې ډېرې لارې شته دي، مثلا ً په مختلفو سکټورونو کې پانګونه، د کانونو د سکټور پرمختګ، د افغانستان له خاورې د ټرانزیټ استفاده او یا هم د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره تجارت.»
له دې وړاندې د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ادارې (سیګار) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د شاوخوا څلور میلیارد ډالرو په ارزښت مرسته کړې.