Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي

امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/12

د ملګرو ملتونو امنیت شورا  د دوشنبې ورځ ناوخته (د ۱۴۰۳ کال د سلواغې پر ۲۲ مه) د داعش ډلې د ګواښونو په تړاو ځانګړې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د امریکا، روسیې، چین، بریټانیا او فرانسې پر پنځو دایمي غړيو هېوادونو سربېره د دې شورا ۱۰ نورو نوبتي غړیو هېوادونو د دایمي استازو ترڅنګ، د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال څرګندونې درلودې او پر نړیواله کچه يې د داعش او نورو ډلو پر حضور او فعالیت اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف وايي، داعش خراسان څانګې د افغانستان ترڅنګ په اروپا کې هم د وسله ‌والو عملیاتو د پلانولو هڅه کړې او د امنیت شورا پر غړیو هېوادونو يې غږ وکړ چې اجازه ورنه کړي، څو دغه ډله په افغانستان او سیمه کې خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

هغه زیاته کړې:« د داعش خراسان ډله په افغانستان، سیمه او نړۍ کې لوی ګواښ دی. په افغانستان کې پر ځینو عملیاتو سربېره یادې ډلې په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو د ترتیبولو هڅه کړې او د مرکزي آسیا له هېوادونو یې هم کسان جذب کړې دي. د دې ترڅنګ، د داعش ځینې بهرني جنګیالي هم افغانستان ته سفر کولو ته دوام ورکوي. زه یو ځل بیا ټینګار کوم چې د امنیت شورا غړي باید دا اجازه ورنه کړي چې افغانستان بیا ځلې د ترهګريزو فعالیتونو پر خوندي مرکز بدل شی.»

د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازي خبرو ته ورته د امریکا استازې هم د داعش د حضور پیاوړي کېدو او قابلیتونو لوړېدو ته اندېښنه ښودلې او افغانستان او پاکستان یې د دې ډلې د جلب او جذب عمده هېوادونه بللي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دايمي استازي مرستیاله ډروټي شې وايي: « موږ د بریدونو په ترسره کېدو کې د داعش خراسان څانګې له پیاوړتیاوو او په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې د دې ډلې سربازګیرۍ او جلب او حذب ته اندېښنه لرو.»

بل پلو، سره له دې چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی د داعش ورځ تر بلې ځواکمنېدل ناڅاپي او تصادفي نه ګڼي، بلکې ترڅنګ یې له نړۍ غواړي چې باید د افغانستان وضعیت له پامه ونه غورځوي.

واسلي نيبينزیا ادعا کوي چې کواګي له افغانستانه د امریکا بېړنۍ وتنه د دې لامل شوه چې یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات د داعش خراسان څانګې لاس ته ولوېږي.

نيبينزیا په دې اړه وايي:« موږ د افغانستان وضعیت له پامه نه شو غورځولی. د داعش خراسان څانګې زیاتېدونکی فعالیت تصادف نه دی. له افغانستانه په بېړنۍ وتنې سره ناټو هلته زیات شمېر وسلې او تجهیزات پرېښودل چې وروسته د داعش خراسان څانګې لاس ته ولوېدل.»

همدارنګه، امنیت شورا کې د چین استازي په افغانستان کې د ځینو وسله ‌والو ډلو د شتون خبره کړې خو ترڅنګ یې د مبارزې لپاره له سرپرست حکومته د محسوس او رغنده ګام پورته کولو غوښتنه هم کړې. فو کونګ دغه راز له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره د چین پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی.

هغه زیاته کړې: « چین د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کوي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له منځه وړلو په برخه کې محسوس او رغنده ګامونه پورته کړي. چین د منځنۍ آسیا او د شانګهای همکاریو سازمان له هېوادونو افغانستان سره د همکاریو د ودې په برخه کې ملاتړ کوي، ترڅو ترهګریزو ګواښونو ته په ګډه رسېدنه وشي.»

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي یو ځل بیا ادعا کړې چې د ټي.‌ټي.‌پي او داعش په ګډون په افغانستان څه باندې ش۲۰ وسله والې ډلې فعالیت لري.

منیراکرم تور لګولی چې افغانستان د داعش خراسان ډلې د جلب او جذب اصلي مرکز دی.

منیر اکرم ترهګریز فعالیتونه نه یوازې د افغانستان او پاکستان بلکې د سیمې او نړۍ امنیت لپاره لوی ګواښ ګڼلي.

هغه زیاته کړې:« څه باندې ۲۰ ترهګرې ډلې دا مهال په افغانستان کې فعالیت لري. دغه ‌راز د ملګرو ملتونو د ارزونې ډلې راپور پر اساس، زه غواړم بیا ځلې تکرار کړم چې افغانستان د داعش خراسان څانګې د جلب او جذب او اسانتیاوو برابرولو اصلي مرکز دی. ترڅنګ یې موږ په پاکستان کې د داعش ډلې جلب او جذب په تړاو ټول تورونه ردوو.»

ومو غوښتل د یادو هېوادونو ادعاوو ته د اسلامي امارت غبرګونه هم له ځان سره ولرو؛ خو له اړیکو سربېره د راپور تر لیکلو پورې د حکومت د نظر په لرلو بریالي نه شوو.

په افغانستان کې د داعش د حضور او فعالیت په تړاو د هېوادونو د اندېښنو له مطرح کېدو وړاندې اسلامي امارت ویلي و چې په تېرو نږدې څلورو کالونو کې یې په یوازې سر له داعش خرسان څانګې سره جدي مبارزه کړې او د دې ډلې لسګونه غړيو پر وژلو سربېره يې ګڼ شمېر نور غړي چې په کې د پاکستان او تاجیکستان اتباع شامل دي، نیولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist