Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالص: نړيوال پر افغانستان د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو مخنيوي کې دوه ګونی چلن کوي

خالص: نړيوال پر افغانستان د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو مخنيوي کې دوه ګونی چلن کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/11

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له کبله خونړۍ پېښې تجربه کړې، وچکالي، بې ‌وخته اورښتونه، سېلابونه، د شنو ساحو زیانمېدل، په هېواد کې د اقلیمي بدلون د اغېزو مهمې بېلګې دي، چې خلکو ته يې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په راتلونکي کې يې د يادو خطرونو د کمولو لپاره له يوه خصوصي شرکت سره د دوو څېړنېزو فارمونو د جوړولو تړونونه لاسليک کړل.

د یادې ادارې سرپرست مطیع الحق خالص د دې پروژو ارزښت نږدې ۶ ميليونه افغانۍ ښيي او په خبره يې تخنيکي چارې به يې په يوه مياشت کې بشپړې شي.

د خالص په خبره، په پام کې لري، چې نږدې راتلونکي کې په ۱۵ نورو ولايتونو کې هم د ورته پروژو پلې کولو سره په نسبي توګه د اقليمي بدلون ناوړه پايلو مخه ونيسي.

هغه په دې اړه وايي:« دا د څه کم ۶ میلیونو افغانیو پروژه ده، په دوو ولایتونو کې هلته د یوې څاه کېندل دي او د څو شنو خونو جوړول دي، د خونو ترمیم دی، د کانټینر اخیستل دي.»

د قراردادي شرکت مسوول احمد شاه احمدي وايي:« دغه پروژه به تقریبا د یوې میاشتې په جریان کې تطبق کېږي او د دې ځینې برخې دي چې د هغې ساتنې لپاره ساتونکي نیول کېږي، هغه به د یوه کال لپاره لکه بزګر دي چې هغه به په شنو خونو کې کار کوي. دوی د یوه کال لپاره نیول کېږي او کار به کوي.»   

په دې مراسمو کې  خالص نړيوال پر دوه‌ ګوني چلن تورنوي او وايي، نړيوال په افغانستان کې د اقليمي بدلون اغېزې ګوري، خو د مخنيوي په برخه کې يې همکاري نه کوي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د چاپېریال ساتنې اړوند مسایل بايد په هېڅ وجه له سیاست سره ونه تړل شي.

خالص په دې اړه وايي:« پر نړیوالو غږ کوو، افغانستان چې د اقلیمي بدلون له امله څومره زیانمن شوی، په دې اړه باید دوی له افغانستان سره دوه ګونی چلن ونه وکړي. اسلامي امارت هم ژمنتیا لري چې د اقلیم بدلون بدو اثراتو مخنیوي لپاره ګامونه واخلي. خو هغه هېوادونه چې هغوی هم یو نوعه د اقلیم بدلون کې موثر واقع شوې، د خپلو سرتمبګیو او اقتصادي پرمختګونو له امله، هغوی باید له دې ملت سره له دوه ګوني چلن لاس واخلي.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او د پالیسۍ مرستیال زین العابدین وايي:« ښه خبره دا ده چې د دې موضوع لپاره د سیاسي ملاحظاتو پر ځای باندې، له سیاسي تعاملاتو کار واخیستل شي او یو ګډ کار ورته وشي، ترڅو هغه هېوادونه چې د پرمختللیو هېوادونو له امله زیانمن شوې دي، یو ګډ جامع پلان جوړ شي.»  

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې چارواکي دا هم وايي، د  سرپرست حکومت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د ځنګلونو د وهلو ۹۰ سلنه مخنیوی شوی او ښکار کول هم منع شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالېسۍ مرستیال  زین‌العابدین  وايي:« شنه قطعه جوړه شوې، هغوی د ځنګلونو ساتنې لپاره شپه او ورځ لګیا دي. الحمد الله په ۱۰۰ کې ۹۰ سلنه خوندي شوې دي. نور هم د دې لپاره کار روان دی، چې د ځنګلو احیا وشي.»  

د چاپېريال ساتنې ملي اداره د اقليمي بدلون ناوړه پايلو د مخنيوي هڅو پر دوام غواړي، چې تر ۱۴۱۰ کال پورې به په ټولو ولايتونو کې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کینوي.

 که څه هم په نړۍ کې له اقلیمي بدلون سره مبارزه د حکومتونو په سیاستونو کې مهمه برخه جوړوي، خو افغانستان کې دې برخې ته څومره چې اړتیا ده، پام نه‌ دی شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist