Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانونو او پټرولیم وزارت: په ۷ ولایتونو کې د سرو زرو ستر کانونه موندل شوي

همایون افغان: د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې تطبيق چارې په چټکۍ سره روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/10

د ټاپي ګازو نل لیکه چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان طبیعي ګاز پاکستان او هند ته لېږدوي، د سیمې پر کچه یو ستره اقتصادي پروژه ده.

تازه ترکمنستان د دې پروژې د چارو ګړندیتوب غوښتنه کړې، خو د دې پروژې د دوو نورو شریکانو له لوري، چې پاکستان او هند دي څه نه دي ویل شوي.

د سرپرست حکومت کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نل لیکې چارې په پوره جدیت سره روانې دي او د لاچټکتیا لپاره یې ټاکل شوې چې د تورغونډۍ له لارې  هم د نل لیکې غځولو چارې پیل شي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي، په ټاپي پروژه کې ټولو شریکو هېوادونو جدي هڅې پیل کړې چې ددغې نل لیکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

هغه زیاتوي:« د افغانستان په خاوره کې د اوس لپاره چارې یې په خورا چټکتیا سره پرمخ روانې دي، د چارو لا چګټیا لپاره په پلان کې ده چې د تورغونډۍ له مسیر هم د نل لیکې غځولو چارې پيل شي. د پروژې ټول دخیل هېوادونه په خورا جدیت سره کار کوي، ترڅو دغه نل لیکه وغځول شي او ټول هېوادونه یې له مزایاوو مستفید شي. د افغانستان لپاره خورا ډېرې ګټې لري، د اوس لپاره هم کاري فرصتونه رامنځته کړې او هرات ته په رسیدلو سره به افغانستان وکولی شي چې د ترکمنستان طبیعي، ارزانه او دوامداره ګازو ته لاسرسی پیدا کړې چې دا په خپله د افغانستان اقتصادي ودې او د صنعت پراختیا کې له موږ سره هغه مرسته کولی شي.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي، د دغې پروژې په غځېدو سره به نه یوازې دا چې افغانانو ته  کار پیدا شي بلکې په افغانستان کې به سترو پانګوونو ته زمینه برابره شي چې دا هرڅه د خلکو پر ژوند مثبت  اغیز درلودلی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي:« د افغانستان لپاره ستراتیژیک اقتصادي ارزښت لري، ځکه افغانستان نه یوازې دا چې له دې لارې به انرژي ترلاسه کوي بلکې له دې لارې کولی شي هر کال د ترانزیټ قمیت هم ترلاسه کړي. د دې ترڅنګ ډېری افغانان او بهرني مسلکي کارګران به په افغانستان کې پر کار باندې بوخت شي او د هغوی عواید تګ راتګ به د افغانستان اقتصادي ارزښت لپاره ډېر مهم وي.  د دې ترڅنګ کله چې ټاپي پروژه پلې شي او په دغه پروژه کې د پام وړ پرمختګ وشي، دا به نورو لویو پانګونو ته زمینه برابره کړي، هغه کېدای شي د لویو سړکونو رغول وي، کېدای شي د ریل ګاډو پټلیو رغول وي، د ښارګوټو جوړول وي.»  

ځینې نور بیا په دې باور دي چې د ټاپي  پروژې په بشپړېدو سره  به نه یوازې دا چې افغانستان ته د ګازو ترانزیټ عواید راشي بلکې ورسره به د برېښنا پرمټ د افغانستان صنعت پرمختګ وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی آصف ستانکزی وايي:« د دې پروژې په پلې کېدو سره به افغانستان کې نه یوازې د کال به تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو افغانستان ته د ترانزیټ فیس ورکول کېږي، له دې سره به په خوا کې ۵۰۰ میلیارده معکب ګاز د برېښنا تولید لپاره به افغانستان ته ورکول کېږي چې له دې سره به خصوصي سکټور پر پښو ودرېږي.»

دټاپي پروژې د کار پیل تړون ۸ کاله وړاندې د ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان اوهند ترمنځ په عشق اباد کې لاسلیک شو.

 د ټاپي ګازو نل لیکه به د ۱۸۰۰ کیلو مټرو په اوږدوالي سره له ترکمنستان د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته ګاز ولیږدوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist