Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: واشنګټن دې شرايطو ته په کتو له کابل سره د تقابل پرځای تعامل اختيار کړي

تحلیل کوونکي: واشنګټن دې شرايطو ته په کتو له کابل سره د تقابل پرځای تعامل اختيار کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/09

وروسته له هغې چې د ډونالډ ټرمپ پر مشرۍ د امریکا نوي حکومت کار پیل کړ، د افغانستان په تړاو یې لهجه تونده شوه او ضد او نقض څرګندونې کوي.

 د امریکا نوې اداره کله د باګرام هوايي اډې او کله هم په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو د بېرته اخیستلو خبرې کوي.

خو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، سره له دې چې امریکا اوس له افغانستان سره په جګړه کې نه ده، خو د کابل پر وړاندې یې ستراتیژي د جګړې مهال ده.

د دوی په اند، امریکا باید د افغانستان پر وړاندې خپلې ستراتیژۍ ته بدلون ورکړي او د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړي.

دوی زیاتوي، د امریکا نوي حکومت  ته په کار ده چې د افغان ولس د میلیاردونو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ آزاده کړي، په تورو لېستونو له سره غور وکړي او د رسمیت پېژندنې په موضوع بحث ته کېني.

د سياسي چارو تحلیل کوونکی هاشم الکوزی وايي: « موږ پر امریکایانو، د هغوی پر ولسمشر او بهرنیو چار وزیر غږ کوو چې تاسو اوس هم داسې څرګندونې کوئ لکه افغانستان سره چې جګړه کې ښکېل یاست یا هم دلته نظامي حضور لرئ. زه وایم تاسو اوس جګړه بایللې ده، له افغانستانه وتلي یاست او باید له افغانستان سره تعامل ولرئ او د افغان ولس هغه ل۱۰ میلیارد ډالرو د خوشې کولو په اړه د افغانستان له نظام سره خبرې وکړئ چې تاسو برمته کړي دي. همدارنګه باید د افغانستان د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وکړئ او زموږ د اسلامي نظام د مشرانو له تور لېست ایستلو په اړه خبرې وکړئ.»

خو ځینې نور بیا وايي، د افغانستان جیوپولوټیک موقیعت دا ایجابوي چې د سیمې ترڅنګ له امریکا او نورې غربي نړۍ سره هم مثبت تعامل ولري.

دوی په دې باور دي چې سیاست نه دایمي دوست لري او نه هم دایمي دوښمن او پر همدې اساس باید  له هېوادونو سره د خپلو ګټو پربنسټ اړیکې ټینګې شي.

د سياسي چارو تحلیل کوونکی شهزاده مسعود وايي: « موږ په یوه داسې جغرافیه کې موقعیت لرو چې ناګزیره یو هم د سیمې له هېوادونو سره، هم د امریکا له متحده ایالتونو او غربي نړۍ سره د مثبت تعامل له لارې اړیکې ولرو؛ ځکه په سیاست کې دایمي دوستي هم نه وي او دایمي دوښمن هم نه وي. زما په اند، د تعامل لاره خپلول نه یوازې د افغانستان پر ګټه دي بلکې د غربي نړۍ او په ځانګړې توګه  د امریکا پر ګټه هم ده.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی بیا په دې اند دی چې  له نورو تمه درلودل تاریخي تېروتنه ده او افغانان باید پرخپل ځان اتکا وکړي.

د ځاځي په خبره، تېرو څلور لسیزو تجربو دا وښوده چې د امریکا په شمول د نړۍ ګڼ شمېرهېوادونه له افغانستان سره ریښتینې نه دي.

هغه زیاتوي:« اوس هغه وخت را رسېدلی چې افغانان پر خپلو پښو ودرېږي، په خپلو مټو اتکا وکړي او له پردیو تمه او توقع کول پرېږدي. که داسې کېږي، دا به ډېره لویه تاریخي تېروتنه وي.»

اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي، له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري، له ټولو سره نږدې او  د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې له افغانستانه به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist