Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جان سپکو: له افغانستان سره د بشري مرستو ډېره برخه اسلامي امارت ته رسېدلې

جان سپکو: له افغانستان سره د بشري مرستو ډېره برخه اسلامي امارت ته رسېدلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/08

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي پلټونکي له فاکس نیوز امریکايي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو له لارې په افغانستان کې د امریکايي مالیه ورکوونکو د پیسو ډېره برخه د اسلامي امارت لاس ته لوېدلې.

جان سپکو کانګرېس ته په وروستي درې میاشتني راپور کې د نړيوالو سازمانونو له لوري له افغانستان سره ترسره شويو مرستو د شفافيت نه شتوالي په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې دي.

سپکو په دې اړه ویلي:« زه د ملګرو ملتونو اړوند ادارو او نورو نړیوالو سازمانونو ته د پیسو ورکولو له جزئیاتو نه یم خبر، خو موږ په جنورۍ میاشت کې کانګرېس ته په ربعوار راپور کې له دغو نړیوالو سازمانونو سره د معاملاتو په تړاو  د څارنې نه شتوالي په اړه جدي  اندېښنه شریکه کړه.»

د فاکس نيوز د راپور له مخې، له څه باندې ۱۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکا پراختیايي ادارې(يو.اېس.اې.آی.ډي) ۱۹ میلیارد ډالره مرستې فساد او بې ځایه لګښتونو ته ورکړل شوې دي.

د اقتصاد وزارت چارواکي د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي سر پلټونکي جان سپکو څرګندونې رد کړې او زیاتوي، په هېواد کې د ټولو نړیوالو سازمانونو بشري مرستې د یوه شفاف سیسټم له لارې اړمنو کسانو او کورنیو ته وېشل کېږي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا پخواني سرپلټوونکي جان سپکو وروستۍ څرګندوې په بشپړه توګه ردوي. د اسلامي امارت په دوره کې، ټولې نړیوالې بشري مرستې شفافې او تر څارنې لاندې دي. د اسلامي امارت اقتصاد وزارت ټولې هڅې په دې ورټولې دي چې د نړیوالو مرستو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابر کړې؛ د مرستو په وېش کې هېڅ ډول لاسوهنه نه لري.»

په ورته مهال، امریکا د خوړو له نړیوال پروګرام هم غوښتي چې د دې هېواد له لوري د تمویل کېدونکو لسګونه پروژو چارې ودروي؛ خو پوښتنه دا ده چې د دې مرستو درېدل به د افغانستان په بشري وضعیت څومره ناوړه اغېز ولري؟

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « له سیاسي تحول او د اسلامي امارت له راتګ وروسته، د امریکا متحده ایالتونو او نورو هېوادونو چې له افغانستان سره مرستې کړې، دا ټولې مرستې د بشري مرستو په چوکاټ کې وې او د افغانستان عادي خلکو کولی شول له دغو مرستو ګټه واخلي؛ د سازمانونو له خوا د دغو مرستو په وېش کې هېڅ ډول شفافیت نه شته او له بلې خوا، د دغو مرستو ۴۰ سلنه د اړوند ادارو په عادي لګښتونو لګول کېږي او کمه اندازه یې د افغانستان خلکو ته وېشل کېدې. خو له دې ټولو سره، دغو مرستو بیا هم په لنډمهاله کې مثبت اغېز درلود؛ ځکه چې لاهم افغانستان اقتصادي ستونزې لري، تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی او دغو مرستو وکولی شول چې لږترلږه د فقر له شدت مخنیوی وکړي.»

له دې وړاندې د ايلان ماسک په ګډون د امریکا یو شمېر لوړ پوړو چارواکو ویلي وو چې د جوبایډن ادارې د امریکایانو د مالیې پیسې اسلامي امارت ته ورکړې دي.

خو د اسلامي امارت مسوولینو د امریکا دغه ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی چې نړیوالې بشري مرستې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو له لارې اړمنو افغانانو ته ورکول کېږي او سرپرست حکومت په کې هېڅ ډول مداخله نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist