Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نظري: د امریکا مرستو ځنډېدو له امله د کومې موسسې فعالیت نه دی درېدلی

نظري: د امریکا مرستو ځنډېدو له امله د کومې موسسې فعالیت نه دی درېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/06

بېوزلي، بېروزګاري او په ټوله کې د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت هغه ننګونې دي چې افغانان او سرپرست حکومت ورسره مخامخ دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین له شمشاد سره په مرکه کې منلې چې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی، خو هیله یې ښودلې چې د سړک جوړونې، ودانیزو چارو، روغتیا، انرژۍ او کرنې په برخو کې به نړیوال بانک هغه نیمګړې پروژې بېرته پيل کړي چې د یاد بانک له خوا تمویل کېدې.

عبداللطیف نظري ټینګار کوي چې په دې برخه کې د نړیوال بانک سره بحثونه او ګټورې خبرې شوي او په خبره یې په راتلونکې کې به یاد بانک نیمګړې پروژې بېرته پيل کړي.

هغه په دې اړه وايي:« هغه پروژې چې دلته په تېره کې عملي کېدې، اوس به بېرته په تدریج سره پيل شي او د دغو پروژو لویه برخه د نړیوال بانک له خوا حمایه کېدې. د دغو پروژو لویه برخه د روغتیا، کلینیکونو، سړکونو، ښوونځیو، ښوونې روزنې، ټولنیزو خدمتونو او ټولنیز خوندیتوب په برخه کې وې. له نړیوال بانک سره زموږ خبرې دې پایلې ته رسېږي چې دغه پروژې په تدریج سره یوځل بیا د دوی ترملاتړ لاندې ونیول شي؛ دغه راز یو شمېر هېوادونه هم چې له دغو پروژو یې ملاتړ کاوه، لکه امریکا او هندوستان، تمه لرو چې خپل فعالیتونه بېرته پيل کړي. په دې برخه کې زموږ هڅې ادامه لري.»

نظري په خپلو خبرو کې وویل، سرپرست حکومت زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې دي، ترڅو د آسیا پراختیايي بانک په ګډون نور بانکونه هم په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړي.

 نوموړي ډاډ وښود چې د بېکارۍ کچې راټيټولو لپاره بېلابېل پلانونه په پام کې نیول شوي او نړيواله ټولنه باید د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان پر اقتصادي او مالي برخو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

نظري دغه راز غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې بشري مرستې نه سیاسي کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین وايي: « بېله شکه، موږ نه شو کولی د امریکا متحده ایالتونو اغېز له پامه وغورځوو، خو دا اغېز دومره نه ده چې زموږ د پرمختګونو پر وړاندې خنډونه او ننګونې جوړې کړي.»

عبداللطیف نظري په افغانستان کې د ځينو موسسو او انجیوګانو په تړاو وايي، یو شمېر موسسې د اسلامي‌ امارت له اصولو او قوانینو  د سرغړونې له امله تړل شوې، خو د امریکا د نوي حکومت د پرېکړې پر اساس نه دي بندې شوې.

نظري په دې اړه وايي: « په ټولیزه توګه ۵۰ موسسې په دې پروسه کې شاملې دي چې ټولې یې د ټرمپ له فرمان وروسته نه دي تړل شوې. موږ خپله د یو شمېر موسسو فعالیتونه ځنډولي او ترې غوښتنه مو کړې چې شفافیت رامنځته کړي یا دا چې راپور وړاندې کړي. دوی باید د اسلامي امارت له معیارونو سره ځان سم کړي. ځینې نورې هم د یو شمېر پېښو او مسایلو له امله بندې شوې، لکه د سویډن کمېټه چې د قرآن سوځونې له امله یې فعالیتونه بند شول، ځکه چې دا زموږ ارزښتونه دي او موږ د دې ارزښتونو لپاره قرباني ورکړې. په ټولیزه توګه ویلی شم چې ۵۰ موسسې دي خو ټولې یې د امریکا د مرستو ځنډېدو له امله دي تړل شوې.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ادارې سیمه ‌ییز مسوول اندېښنه ښودلې چې تر ۲۰۲۸ زېږدیز کاله به افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسی کچه محدوده پاتې شي او ممکن په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکړي.

خو د اقتصاد وزارت مسلکي معین شمشاد سره مرکه کې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د اندېښنو په تړاو وايي، دغه بنسټ دې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او خپلو فعالیتونو ته دې دوام ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist