Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان حکومت په تدريجي توګه د افغان کډوالو ايستلو پلان منظور کړ

د پاکستان حکومت په تدريجي توګه د افغان کډوالو ايستلو پلان منظور کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/05

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دې هېواد امنيتي ځواکونو د ناوړه چلن پر دوام، ډان ورځپاڼې د حکومتي سرچينو له قوله راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت له اسلام ‌اباد او راولپنډۍ د قانوني افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه تایيد کړې ده.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د لومړي وزير شهباز شريف له لوري د وړانديز شوې طرحې د ارزولو لپاره څو ناستې شوي چې په يوه هغه کې يې د پوځ لوی درستز عاصم منير هم موجود و.

ډان ته سرچينې زياته کړې، د تازه تایيد شوې طرحې له مخې به په لومړي پړاو کې د افغان سټیزن کارټ (اې.سي.سي) لرونکي او په دويم پړاو کې به د راجسټر شویو کډوالو (پي.او.آر) کارت لرونکي افغانان چې دواړه یې د کډوالۍ قانوني سندونه ګڼل کېږي، له پاکستان وباسي.

د ډان ورځپاڼې راپور یوه برخه:« له هوکړو سره سم، په لومړي پړاو کې به هغه افغانان له اسلام اباد او راولپنډۍ و ایستل شي چې اې.سي.سي کارتونه لري او په دویم پړاو کې به د پي.او.آر کارت لرونکي افغان کډوال بهر کړای شي.»

ډان ته د پاکستان حکومت دې سرچينې دا هم ويلي، د افغان کډوالو په اړه دغه شوې پرېکړه به له رسنيز کېدو پرته عملي شي.

خو د سیاسي چارو کار پوهان دې ته په کتو وايي، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان له لوري هر ډول پرېکړه بايد د افغانستان له سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو سره په همغږۍ وشي.

په پاکستان کې آزاد خبریال طاهرخان وايي: « د کډوالو مساله انساني ده، بشري ده، له سیاست او سیاسي اهدافو سره تړاو نه لري. دا بدقسمتي ده چې له دې وړاندې به د کډوالو په اړه د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ غونډې کېدې، خو شاوخوا څلور کاله وشول چې دا غونډه هم نه ده شوې. زما نظر دا دی چې پاکستان باید د کډوالو په اړه هره پرېکړه د افغانستان په مشوره وکړي، له سیاست یې لرې وساتي او د بشري ستونزې په توګه ورته وګوري.»

ځینې نور بیا په دې باور دي، که پاکستان د افغان کډوالو د اخراج په اړه دغه تازه پرېکړه عملي کړي، ښايي دې هېواد کې بشري بحران رامنځته شي.

د سياسي چارو شنونکی ظاهر بهاند وايي: « د پاکستان حکومت ته په کار دا وه چې دا مساله یې له آی.او.اېم او دغه راز د افغانستان له حکومت او همدارنګه ملګرو ملتونو سره شریکه کړې او وروسته پرېکړه کړې وای. که چېرې د پاکستان حکومت دغه پرېکړه عملي کړي، په پاکستان کې به یو لوی انساني ناورین رامنځته شي.»

د پاکستان تازه پرېکړې په اړه مو په اسلام‌اباد کې د افغانستان له شارژدافير او په کابل کې له بهرنيو چارو وزارت سره پرله پسې اړيکې وکړې، خو ځواب يې را نه کړ.

د راپورونو له مخې، دا مهال په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې ډېر کله د پاکستاني ځواکونو له ناسم چلن شکايت کوي.

په دې وروستيو کې ياد کډوال په مکرره توګه له سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو غواړي چې په پاکستان کې يې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist