Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سره صليب نړیوالې کمېټې د خپلو فعالیتونو بندېدو راپورونه رد کړل

د سره صليب نړیوالې کمېټې د خپلو فعالیتونو بندېدو راپورونه رد کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/05

د سره صلیب نړيوالې کمېټې (آی.سي.آر.سي) هغه راپورونه رد کړل چې وايي، دغې کمېټې خپلو کارکوونکو ته د امنيتي ستونزو له امله په کور د پاتې کېدو لارښوونه کړې.

د سره صلیب کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره ژمن دي او د کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې يې کارکوونکي له امنيتي ګواښ پرته دندې په عادي ډول مخته وړي.

په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې وياند پروېز احمد فيضي  وايي: « موږ غواړو د یوې رسنۍ له خوا خپاره شوي ناسم راپور ته ځواب ووایو چې ادعا یې کړې چې ګوندې آی.سي.آر.سي په کابل کې خپلو کارمندانو ته د امنیتي دلایلو له امله په کور کې د پاتې کېدو لارښونه کړې. دا راپور په بشپړه توګه ناسم او غلط دی. په کابل او ټول افغانستان کې د آی.سي.آر.سي کارمندان پرته له کوم خنډ او ځنډ خپلو دندو ته دوام ورکوي او زموږ ټول بشردوستانه پروګرامونه د معمول په څېر فعال دي. موږ په ټول هېواد کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې د پخوا په شان ژمن یو.» 

له تېرو درېيو کلونو راهیسې په افغانستان کې د بې ‌کارۍ شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، د اقتصادي بندیزونو او له افغانستانه د پرمختیايي مرستندویه بنسټونو وتلو په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره کار موندل سخت کړي چې دایمي کار نه لري او ورځنۍ  مزدوري کوي.

د اقتصاد وزارت د افغانستان لپاره د سره صلیب بشري مرستې مهمې بولي او له نورو مرستدویه سازمانونو غواړي چې خپلې مرستې له سیاست سره ونه تړي. 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « په افغانستان کې د سره صلیب کمېټه خپلو ټولو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. موږ د کمېټې د فعالیتونو درېدو په اړه هر ډول راپور په کلکه رد کوو. د سره صلیب نړیوالې کمېټې بشردوستانه فعالیتونه لاهم په عادي بڼه ادامه لري.»

د یادې ادارې د مالوماتو پر بنسټ، له معلولینو سره د مصنوعي غړیو د پیوند مرسته، د جګړې له قربانیانو سره روغتیايي مرستې، د خوراکي او غیر خوراکي موادو وېش او په کور دننه له بې ځایه شویو سره مرستې افغانستان کې د دغه سازمان له مهمو فعالیتونو څخه دي.

د سیاسي چارو کارپوهان، د آی.سي.آر.سي فعالیتونه په اوسنیو شرایطو کې مهم ګڼي او ترڅنګ يې ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت د سمون لپاره بايد پر اوږدمهالو لارو چارو غور وشي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « له بلې خوا بیا د دوی پر وړاندې منفي تبلیغات کېږي، هغه داخلي یا خارجي رسنۍ چې په دې کار کې شریکې دي، موخه یې دا ده چې هغه سازمانونه چې د افغانانو لپاره د خیر او ښېګڼې کارونه کوي، مخه یې ونیسي او مشکلات ورته جوړ کړي، ترڅو د پاتې لږو خیریه موسسو فعالیتونه هم ودرېږي.»

د سره صلیب نړیواله کمېټه چې په ۱۸۶۳زېږدیز کال کې په جینوا کې تأسيس شوه، د نړۍ له ۸۰ ډېرو هېوادونو کې فعاليت کوي.

 دا کمېټه په جګړه اییزو سیمو کې په بې طرفانه ډول خپل هغه فعالیتونه ترسره کوي چې د ۱۹۴۹زېږدیز کال د جینوا په کنوانسیون کې ورته ځانګړي شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist