د نړیوالو مرستندویه موسسو، بېلابېلو ادارو او له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې مسوولین په کابل کې په دې موخه راټول شوي چې د طبیعي پېښو د مدیریت لپاره جوړ شوي پنځه کلن ستراتیژیک پلان د پلي کولو لپاره هر اړخیز ملاتړ ترلاسه کړي.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې چارواکي وایي، په دې پلان کې چې ۵ مهمې برخې (وقایه، چمتووالی، ځواب ورکول، بیارغونه او ماین پاکي) شامل دي چې په ټول هېواد کې یې د تطبیق لپاره د نړیوالو موسسو هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا ده.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې سرپرست نورالدین ترابي وايي: « په دې ستراتیژیک پلان کې پنځه شیان موږ ځای پرځای کړي چې هغه د پېښو ادارې دنده هم ده. دا ستراتیژيک پلان د پېښو ادارې د چلولو لپاره جوړ دی او په کې زموږ دنده پنځه کارونه دي. دا پنځه کارونه په دې پلان کې ځای پرځای شوي او اړوند تفصیلات لري. په دغو پنځو کارونو کې لومړی او مهم کار د پېښو مخنیوی یا وقایه ده.»
ترابي دغه راز وایي، د اوس لپاره په ټولو ولایتونو کې د بېړنیو مرستو ګودامونه خالي دي او غوښتنه کوي چې نړیوال دې د بشري مرستو مساله په سیاست پورې نه تړي او په دې برخه کې دې له سرپرست حکومت سره هر اړخیزې مرستې روانې وساتي.
ترابي په دې اړه وايي: « د افغانستان پر کچه په ۳۴ ولایتونو کې زموږ ګودامونه اوس ټول خالي ولاړ دي، نه په کې خوراکي مواد شته او نه غیر خوراکي. زموږ په ستراتیژيک پلان کې یوه خبره هم ځواب ورکونه ده. یعنې له چمتوالي وروسته به ځواب ورکول کېږي، نو چې ګودامونه خالي وي ځواب ورکونه به څنګه کېږي. موږ له سیاسي چارو سره تعلق نه لرو او زه جدا ً غوښتنه کوم چې سیاست زموږ له کارونو سره ګډ نه شي.»
له بلې خوا، په آسیا کې د نړیوالو خدمتونو موسسې(سي.ډبیلو.اېس.اې) کارکوونکي وایي، په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
په آسیا کې د نړیوالو خدمتونو موسسې کارکوونکی تاکاشي کومینیو وايي: « د افغانستان جغرافیه له جاپان سره ورته ده. دواړه هېوادونه له حوادثو متضرر دي. په دې برخه کې کار کولو ته زیاته اړتیا لیدل کېږي. د حوادثو د مدیریت په برخه کې مهمه ده چې موږ یې لومړی خطرونه وپېژنو او بیا یې مدیریت کړو. جاپان او افغانستان به په ګډه هڅه وکړي چې له طبیعي پېښو افغانستان خوندي کړي.»
د مالوماتو له مخې، په تېر۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په ټول هېواد کې د سېلابونو، زلزلو او نورو طبیعي پېښو له امله ۱۴۵ زره کسان اغېزمن شوي، ۲۰ زره کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي، تر ۱۰۰۰ زیاتې کورنۍ بېځایه شوې او۷۰ زره جرېبه کرنیزه ځمکه هم وېجاړه شوې ده.