Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان بېسیم مخابراتي شرکت کابل هوايي ډګر کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

افغان بېسیم مخابراتي شرکت کابل هوايي ډګر کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/05

موده وړاندې د کابل هوايي ډګر ته د ننوتلو دروازې جوړول، هوايي ډګر کې د نوري فایبر د نښلولو او د مخابراتي شبکو د استازولیو فعاليت لپاره د ځانګړي ځای جوړولو پروژې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت په مالي لګښت پیل شوې.

دغه پروژې پرون د سې ‌شنبې پر ورځ( د ۱۴۰۳ د سلواغې پر ۱۶ مه) بشړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسوولین وايي، په دې پروژو يې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ لګولي او په خبره يې دغه شرکت هڅه کوي چې د هېواد د آبادۍ په موخه راتلونکې کې نورې پروژې هم تطبيق کړي.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رییس علي ‌الله سروري وايي: « دا درې پروژې د شاوخوا ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې شوې او انشالله د لسګونو نورو دغه شان پروژو شاهدان به هم اوسو. موږ دا د ځان افتخار او مسوولیت ګڼو.»

په ورته مهال، د کابل هوايي ډګر چارواکي د دې مخابراتي شرکت د کړنو ستاینه کوي او زیاتوي، یاد شرکت د افغانستان په آبادۍ کې پوره ونډه اخيستې ده.

دوی وايي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په آبادولو کې يې باید هرافغان خپل مسوولیت اداء کړي.

د کابل هوايي ډګر رییس عبدالهادي وايي: « په دویم قدم کې په ځانګړې توګه د افغان بېسیم شرکت له رهبرۍ مننه کوو. بېسیم شرکت چې کوم خدمات په میدان کې وړاندې کړي، پر وخت یې وړاندې کړي او هېڅ راز همکاري یې نه ده سپمولې. له هغه وخت راهیسې چې زه راغلی یم، دوی هم دلته شته او کارونه یې روان دي.»

بله خوا، د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت مسوولین پر بهر مېشتو پانګوالو او سوداګرو غږ کوي چې هېواد ته راستانه شي.

دوی ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت هېواد ته د پانګونې په موخه راستنېدونکو سوداګرو لپاره د اسانتياوو برابرولو ته ژمن دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت سلاکار جلالي وفا وايي: « د بازار او د مارکېټ د ودې لپاره، پیسې د ملي تجار په خدمت کې دي او مدیریت د دوی په لاس کې دی. څومره چې دوی وغواړي دې وطن ته خدمت وکړي، اسلامي امارت به د هغوی په څنګ کې ولاړ وي او له دوی سره به مرسته کوي.»

د چارواکو ترڅنګ یو شمېر دینې عالمانو هم له بهر مېشتو افغان سوداګرو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د آبادۍ لپاره په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي.

 دوی پر سرپرست حکومت هم غږ وکړ چې د سوداګرو د ستونزو په حلولو کې دې هر ډول همکاري وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist